د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې ياد وزارت د( احیای صحت، جامعه افغاني، او هیات ناروې) مؤسسو سره د ۸ میلیونه ۹۷۲ زره او ۴۶۶ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي.

خبر پاڼه زياتوي چې د یادو هوکړه لیکونو له مخې، به احیای صحت جامعه افغاني مؤسسه ۵ میلیونه ۱۰۷ زره ۸۶۵ ډالره د اړمنو کسانو لپاره د شنو خونو جوړولو، د سرپناوو بیا رغونه او جوړونه، بخارۍ، سولر، د مکتب رغولو او د ټولنیز مرکز په جوړولو کې مصرفوي، چې له دې څخه به ۱۳ زره ۵۰۰ کسان په کابل، پروان او لوګر ولایتونو کې، او ۱۳۵ کورنۍ به په کندهار، ارزګان، هلمند، زابل، نیمروز، فراه، هرات او بادغیس ولایتونو کې ګټه واخلي.

د خبرپاڼې پر بنسټ همدا شان به د مهاجرینو لپاره د هیات ناروې موسسه د ۶۹۷ کورنیو لپاره په ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې ۳ میلیونه ۳ سوه ۲۴ زره ۶۳۵ ډالر په نغدي مرستو، سرپناوو جوړولو برخه کې په مصرف رسوي، او د بشري مرستو همغږې کوونکې موسسه به په هرات او بادغیس ولایتونو کې ۵ سوه ۳۹ زره ۹۶۹ ډالر د ۲ زره ۷۰ کورنیو ته د نغدي مرستې ورکوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version