روېټرز خبري اژانس، د ګانا هېواد د حکومتي چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د دفاع وزیر اېډوارډ اومان بواما او د چاپېریال ساتنې وزیر ابراهیم مورتالا محمد د الوتکې لوېدو پېښه کې وژل شوي.

د راپورونو له مخې، یاده الوتکه د ګانا د هوايي ځواک اړوند وه، چې د الوتکې د عمله په ګډون اته تنه پکې سپاره وو.

د ګانا هېواد وسله‌والو ځواکونو تر دې وړاندې ویلي وو، چې د هوایي ځواک یوه چورلکه تر الوتنې څو ساعته وروسته د رادار له صفحې ورکه شوې ده.

تر اوسه د الوتکې د لوېدو لامل نه‌دی څرګند شوی؛ خو په اړه یې د څېړنو د پیل خبر ورکړل شوی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version