د اروزګان ولایت د امنيه قومندانۍ اړوند د ګيزاب ولسوالۍ امنيتي ځواکونو په خپلو وروستیو عملياتو کې د وسلو يوه مهمه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.

دغه عمليات د امنيه قوماندان «حاجي همکار» په مشرۍ ترسره شوي چې درې ورځې يې دوام کړی دی.

د ارزګان د امنيه قوماندانۍ وياند بلال روزګانی وايي، دغه عمليات د ګيزاب ولسوالۍ په «ځين» سيمه کې د کره استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د یوه پخواني قومندان لعل شاه د محمد عيسى د زوی پر کور ترسره شوي دي. نوموړی دا مهال په ایران کې ژوند کوي، خو د کور د تالاشۍ پر مهال یې لاندې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي: ٢٠٠٠ فیره د پیکا مرمۍ، ١٠٠٠ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ٥٠٠ فیره د دهشکې مرمۍ ، ٣٥ فیره د راکټ مرمۍ، څلور میله کلاشنکوفونه، یو میل ایم ١٦، درې دوربینونه، یو میل راکيټ او یو میل پیکا.

د نوموړي په وینا، د دغو وسلو کشف او ترلاسه کول په سيمه کې د امنيت د ټينګښت لپاره يو مهم ګام دى او د امنيې قوماندانۍ ځواکونه به په راتلونکي کې دا ډول عملياتو ته نوره چټکتيا هم ورکړي، تر څو د ورانکارو د فعاليتونو مخه ونيول شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version