د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر علي‌امین گنډا پور د بنو پرلت‌والو ته ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې پوځي عملیات نه مني.

نوموړي ویلي، په ټول ایالت کې به هېڅ ډول پوځي عملیاتو ته اجازه ورنه کړي.

له تېرو ۹ ورځو راهیسې په بنو کې ځايي خلکو پرلت کړی و او د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې پر ضد راوتلي وو، چې غواړي په قبایلي سیمو کې د “عزم استحکام” په نامه عملیات وکړي.

د بنو پرلت‌والو د خیبر پښتونخوا ایالتي وزیر ته وویل، چې امنیتي ادارو د دوی په سوله‌ییز لاریون ډزې وکړې، چې له امله یې یو تن ووژل شو او ۲۷ نور ټپیان شول.

همدارنگه پرلت‌والو له ایالتي وزیر څخه وغوښتل چې په پښتونخوا کې د خلکو پر کورونو چاپې بندې کړي او د عامو خلکو د نیونې، ځورونې او ربړونې څخه دې امنیتي ادارې لاس واخلي.

د گڼداپور له یادې ژمنې وروسته د بنو پرلت‌وال هم کورونو ته ستانه شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې د پاکستان پوځ به په قبایلي او خیبر پښتونخوا کې عملیات وکړي او که‌نه.

د پاکستان پوځ وخت ناوخت په خیبر پښتونخوا کې د “ترهگرۍ ضد” عملیات کوي؛ خو د داعش سربېره لسگونه نورې وسله‌والې ډلې په‌خپلو پنډغالو کې روزي او د ورانکاریو په موخه یې افغانستان ته رالېږي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version