یو شمېر نړۍوالو رسنیو راپورنه خپاره کړي او ویلي یې دي، چې اسرائیل د ایران په یو شمېر سایټونو راکټي بریدونه کړي دي.
نړۍوالۍ رسنۍ CNN د امریکایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې اسرائیلو په یو شمېر ایراني سایټونو راکټي بریدونه کړي دي.
یادې رسنۍ د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، چې له دغو بریدونو څخه د اسرائیل هدف د ایران اټومي او غیر نظامي تأسیسات نه دي.
بلخوا بیا ایراني رسنۍ “مهر” خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د یادو بریدونو له امله ځینې پروازونه هم ځنډېدلي دي.
یوې بلې ایراني رسنۍ “فارس” خبري اژانس بیا راپور خپور کړی، چې د اصفهان په شمال غرب “شکاري” اردو پوځي اډه کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
د دې ور اخوا د ABC نیوز نړۍوالې رسنۍ خبر ورکړی، چې اسرائیل د ایران ترڅنګ په عراق او سوریه کې هم په یو شمېر اهدافو بریدونه کړي دي.
اسرائیلي چارواکو ویلي، چې دغه بریدونه یې د ایران د تېرې یکشنبې ورځې بریدونو په ځواب کې کړي دي.
ایران له وړاندې د اسرائیلو له لوري ځوابي برید په کولو د بیا سخت غبرګون ښودلو خبرداری ورکړی و.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ وروسته له هغې ناندرۍ زیاتې شوې، چې اسرائیلي طیارو د سوریې پلازمینه دمشق کې د ایران په قونسلګرۍ برید وکړ او د یوه جنرال په ګډون یې اوه ایرانیان ووژل او د قونسلګرۍ ودانۍ په مکمل ډول تخریب کړه.
بل لور ته یو شمېر هېوادونو د اسرائیل دغه اقدام غندلی دی.
الجزیرې رسنۍ د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې د عمان هېواد د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائیل لخوا په اصفهان شوی برید غندلی دی.
په اعلامیه کې راغلي: ” عمان همداراز د اسرائیل لخوا په سیمه کې ترسره شوي ټول پوځي بریدونه غندي”.عمان په منځني ختیځ کې هغه هېواد دی، چې د ډېرې اوږدې مودې را پدیخوا د ایران او غربي هېوادونو ترمنځ منځګړیتوب کوي.