Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»نیویارک ټایمز: د داعش خراسان له نیمایي ډیر جنګیالي د تاجکستان دي
    نړۍ

    نیویارک ټایمز: د داعش خراسان له نیمایي ډیر جنګیالي د تاجکستان دي

    صابر افغانصابر افغان20 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په یو مطلب کې د داعش خراسان له لوري روسیه کې وروستي برید او په هغوی کې د تاجکستان د اوسیدونکو لاس لرلو ته اشاره کړې ده.

    تیره مارچ میاشت کې مسکو کې یو برید کې ۱۴۰ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

    د برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې ومانه او ویې ویل چې څلور تنه برید کې ښکیل وو.

    هغه څلور کسان د تاجکستان اوسیدونکي وو چې د روسي امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او اوس یې محاکمه روانه ده.

    نیویارک ټایمز وایي، داعش خراسان ډیر جنګیالي لري چې له نیمایي ډیر یې تاجکان دي.

    تاجکستان چې شاوخوا لس میلیونه نفوس لري د نړۍ له بې وزله هیوادونو څخه یو دی.

    له یو میلیون ډیر تاجکان په روسیه کې په رسمي ډول په کار بوخت دي او زرګونه نور هلته په غیر قانوني ډول کار کوي.

    د تاجکستان د اسلامي ګوند تبعید شوی مشر محی الدین کبیري وایي، د تاجکستان نوي نسل په راتلونکي باور له لاسه ورکړی دی.

    هغه وایي، تاجکان دوه لارې لري. یو دا چې د تاجکستان سیکولر دیکتاتوري ومني او یا دا چې داعش یا کومې بلې ډلې سره یو ځای شي.

    وروستیو کې د ترکیې، ایران او روسیې بریدونو کې د داعش خراسان تاجک جنګیالي ښکیل وو.

    ویل کیږي د تاجکستان ناوړه شرایطو تاجکان اړ کړي چې داعش سره یو ځای شي او خونړیو بریدونو کې ملکي وګړي د پیسو په بدل کې ووژني.

    روسیه کې د داعش خراسان د یو نیول شوي جنګیالي مور مویسار زرګرووا وایي، موږ ته دې وویل شي چې تاجک ځوانان څوک جذبوي؟هغه زیاتوي، زوی مې د ټوپک اخیستو پیسې نه درلودې، نو هغوی ته وسله چا واخیسته؟ځینو راپورونو کې ویل شوي چې د افغان حکومت د فشار له امله داعش خراسان خپل مرکزونه تاجکستان او پاکستان ته لیږدولي دي.

    ویل کیږي د داعش خراسان مشر شهاب الماجر د پاکستان بلوچستان کې ژوند کوي.

    مخکینۍ مقالهاسرائیلو د ایران پر یو شمېر سایټونو راکیټي بریدونه کړي دي
    راتلونکي مقاله د بدمعاشانو مهارولو ته طالبي فولادي مټې

    مربوطه لیکنې

    د کیوبا پلازمېنه هاونا کې د چاودنو او هلیکوپټرو غږونه اورېدل شوي

    22 مارچ 2026

    سپوټنیک: امریکا له ایران سره جګړه کې په ورځني ډول شاوخوا یو میلیارد ډالر لګښت کوي

    22 مارچ 2026

    سوډان کې پر یوه روغتون برید ۱۵۳ تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    22 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 27 مارچ 2026

    امنیتي ګواښونو بلوچستان کې سترې کاني پروژې له ګواښ سره مخ کړي

    بلوچستان کې په وروستیو میاشتو کې د کان‌کېندنې د سترو پروژو پر ماشینرۍ او کارکوونکو…

    د افغانستان او ازبکستان د سوداګريزې شورا لومړنۍ غونډه ترسره شوه

    27 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني عسکر هلاکت کړي

    26 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امنیتي ګواښونو بلوچستان کې سترې کاني پروژې له ګواښ سره مخ کړي

    27 مارچ 2026

    د افغانستان او ازبکستان د سوداګريزې شورا لومړنۍ غونډه ترسره شوه

    27 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو خیبر پښتونخوا کې څلور پاکستاني عسکر هلاکت کړي

    26 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،079 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،155 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.