Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې خپل منځني اختلافات
    لیکني

    د شر او فساد ډلې خپل منځني اختلافات

    صابر افغانصابر افغان6 مې 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عمران آغا

    هغه خلک چې شل کاله یې د افغانستان د مظلوم اولس په سرنوشت لوبې کولې، په دې وروستیو کې یې له خپل منځني اختلاف څخه د رسنیو پر مخ پرده پورته کړه.

    د تېرې ادارې بې کفایتي، بې اتفاقي، چور او چپاول او د ملت په سرنوشت لوبې کول ټولو افغان ملت ته څرګندې دي، هر لوړ پوړي چارواکي خپلو شخصي منافعو ته کار کاوه، د شر او فساد اداره یې جوړه کړې وه.

    مسعود اندرابي د تېرې ادارې د لوړ پوړو چارواکو او د جمهوریت په رازونو خبر شخص دی، نوموړي له تلویزونو سره په مرکو او شخصي کلیپونو کې احمد مسعود ته د کوچني هلک خطاب کوي، د نصیحت ترڅنګ اخطار هم ورکوي، د دې ترڅنګ غني د خائن او حمدالله محب د ملي خائن او غله په نومونو یادوي.

    دا څرګندونې په دې دلالت کوي چې تش په نامه مقاومت سالم رهبریت نلري، بې اتفاقه دي، هغه څهرې پکې یو ځای شوي چې یو ځل یې ملت ته امتحان ورکړی، د دویم ځل لپاره پر دوی باور کول هسې خیال او خوب دی.

    د اندرابي څرګندونې دومره جدي نه دي، لا به هم دوام لري، خپل اصلیت د ملت پر وړاندې پخپل لاس نور هم څرګندوي، په کیمپونو کې پراته خلک دي، بل کار او روزګار نلري.

    د افغانستان اسلامي امارت د اولس له مابین څخه را پورته شوی او جوړ شوی نطام دی، د ملت په درد دردمن دي، د ملت ریښتیني خادمان دي، سالم او پاک رهبریت لري، متحد او منظم دي، قوي رهبریت لري د هر تیري په مقابل کې په یو غږ ولاړ دي.

    د افغانستان اسلامي امارت مجاهدین د تش په نوم مقاومت او د نظام پر خلاف هره دسیسه په نطفه کې خنثا کوي، د افغانستان په ټوله خاوره کامله سلطه او حاکمیت لري.

    د یادونې وړ ده چې اندرابي یو څه موده د تېرې ادارې د ملي امنیت رئیس وه، ۷ کاله یې د ملل متحد سره کار کړی، په ۱۳۹۷ کال کې د کورنیو چارو وزیر مقرر شو، د غني سره د نه جوړجاړي په وجه په ۱۳۹۹ کال کې له دندې ګوښه شو.

    د اندرابي د خبرو په ځواب کې به تېرې ادارې نور چارواکي خپل ځانونه سپینوي او دا لړۍ به دوام لري.

    مخکینۍ مقالهواخان؛ هغه اقتصادي دهلیز چې افغانستان د پاکستان له تکیې خلاصوي
    راتلونکي مقاله اسلامي همکاریو سازمان اسرائیلو باندې د پراخو بندیزونو د لګولو غوښتنه کړې ده

    مربوطه لیکنې

    د بلوڅانو روانه مبارزه؛ د پاکستان ناسم روایت او د مسئلې حقیقت

    31 جنوري 2026

    د بلوڅانو مقاومت او د پاکستان ناکام روایت

    31 جنوري 2026

    د مخالفینو پاکستان‌ پالی دریځ؛ د ناامنۍ سرچینه چیرته ده؟

    30 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 1 فبروري 2026

    ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    هایتي کې د امریکا سفارت ته نږدې ډزې شوې

    1 فبروري 2026

    پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی

    1 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ملا عبدالغني برادر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    1 فبروري 2026

    هایتي کې د امریکا سفارت ته نږدې ډزې شوې

    1 فبروري 2026

    پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی

    1 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.