د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د تېر حکومت له سیاست والو او زورواکو یې د برېښنا د لگښت ۱۸۶ مېلیونه افغانۍ پورونه راټول کړي دي.
د یاد شرکت ویاند حکمت الله میوندي وايي، یادې پیسې پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دغه شرکت په مشرۍ د کورنیو چارو او ملي دفاع وزراتونو او استخباراتو ریاست په گډون د جوړ شوي کمېسیون په همغږۍ راټولې کړې دي.
د میوندي په خبره، تر اوسه توانېدلي چې ۱۸۶ مېلیونه پورونه راټول کړو او دغه بهیر اوس هم روان دی، چې پاتې پورونه به هم راټول کړي؛ خو نوموړي نه دي ویلي چې څومره پورونه لا پاتې دي.
د افغانستان ډېره برېښنا واردتي ده، چې له تاجیکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او ایران څخه وارد شوې ده او هر کال یادو هېوادونو ته مېلیونونه ډالر ورکول کېږي.
د افغانستان برېښنا شرکت ویلي وو، که پوروړي د برېښنا د لگښت پیسې ورنه کړي، نو شته جایدادونه به یې لیلام کړي.
د حامد کرزي او اشرف غني د واکمنۍ پر مهال پخوانیو زورواکو او سیاست والو د برېښنا شرکت ته د برېښنا د لگښت پیسې نه ورکولې؛ خو اوس یاده ستونزه حل کېدو ته نږدې شوې ده.
تېره میاشت د برېښنا شرکت ویلي وو، چې د گاونډیو هېوادونو ټول پورونه یې اداء کړي دي.