د مالیې وزارت مسوولین وايي، په فراه، کندهار، پکتیکا او هرات کې یې گڼ شمېر قاچاقي توکي نیولې دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په ناقانونه بڼه یې هېواد ته را وارد کړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په نیول شوو توکو کې ۶۵۶۷ کیلوگرامه رُب، ۲۶۵۰ کیلوگرامه لوبیا، ۲۳۰۰ کیلوگرامه چاکلېټ، شپږ عرادې موټر سایکلونه، ۳۹۰ کیلوگرامه لواشک، ۷۳۳ کیلوگرامه شامپو، ۱۲۰ کیلوگرامه انساني طبي درمل، ۱۹۴ کیلوگرامه مکروني، ۳۸۰ کارتنه بېسکوټ، ۳۰ کارتنه کېچپ شامل دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هېواد ته راوړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو قاچاقي توکو په تړاو یې یو شمېر کسان هم نیولي، چې د نورو اجرااتو او څېړنو په موخه اړوند ارگانونو ته سپارل شوي دي.:«د مالیې وزارت د گرځنده څارنې کارکوونکي په ټول هېواد کې د قاچاقي او ممنوعه توکو له وړلو او راوړولو څخه په کلکه مخنیوی کوي.»
د هېواد په سرحدي ولایتونو کې وخت ناوخت یو شمېر قاچاق کوونکي د گمرکي مالیې څخه د تېښتې په خاطر خپل سوداگریز توکي په قاچاقي لارو راوړي، چې ډېری یې د مالیې وزارت د کارکوونکو له لوري نیول کېږي.