Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ټي ټي پي: په تېرو شپږو میاشتو کې مو په پاکستاني پوځیانو ۴۹۷ بریدونه کړې دي.
    افغانستان

    ټي ټي پي: په تېرو شپږو میاشتو کې مو په پاکستاني پوځیانو ۴۹۷ بریدونه کړې دي.

    عمران آغاعمران آغا7 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) وایي، چې په تېرو شپږو میاشتو په موده کې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې په پاکستاني پوځیانو ۴۹۷ مرګوني بریدونه کړې دي.

    دغې ډلې زیاته کړې، چې د دغو بریدونو له امله ۴۸۳ تنه پاکستاني پوځیان وژل شوي، ۶۴۹ تنه سخت ټپیات شوي او ۳ تنه ژوندي نیول شوي دي.

    د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان حکومت مخالفه وسله واله ډله ده، چې تر ټولو زیات ډلییز او هدفي بریدونه همدوی په حکومتي چارواکو او پوځیانو ترسره کوي.

    بل لور د جون پر ۳۰ مه په پاکستان کې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې د نا امنیو په پېښو کې د وژل شویو کسانو راپور هم خپور شوی و.

    یو شمېر رسنیو د پاکستان د امنیتي وضعیت د ادارو په حواله راپورونه خپاره کړي و او ویلي یې و، چې د تېرو درېیو میاشتو په موده کې په دغه هېواد کې په وسله والو بریدونو او نورو بېلابېلو پېښو کې ۳۸۰ تنه وژل شوي و.

    په پاکستان کې “د څېړنو او امنیت د مطالعاتو مرکز” په نامه څېړنيزې ادارې د جون پر ۳۰ مه (چنګاښ ۱۰) په خپاره کړي درې میاشتني راپور کې ويلي وو، چې د ۲۰۲۴ په اپرېل، مې او جون مياشتو کې په وسله والو بریدونو او پوځي عملیاتو کې زياتره مرګ ژوبله په خيبر پښتونخوا ايالت او ورپسې په بلوچستان ايالت کې اوښتې ده.

    په راپور کې زیاته شوې وه، چې په دغه موده کې ۲۲۹ تنه ټپیان شوي هم وو.

    خیبر پښتونخوا او بلوچستان دوه هغه ایالاتونه دي، چې دلته تر نور ځایونو د حکومت وسله مخالفین زیات فعال دي او وخت نا وخت پر حکومتي چارواکو او پوځیانو سخت بریدونه کوي.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې د اچین ولسوالۍ د داعش نظامي مسوول وژل شوی.
    راتلونکي مقاله کابل او غور کې گڼ شمېر نشه‌يي توکي نیول شوي.

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې “القسام” د یمن حوثي ځواکونو مشر ته په یوه پیغام…

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025

    د سوریې استخباراتو د نشه يي توکو مهم قاچاقبر او د بشارالاسد د تره زوی وسيم‌الاسد نيولی

    22 جون 2025

    د يمن د انصار الله د سياسي دفتر غړی محمد البخيتي: د ايران ترڅنګ د امريکا پر وړاندې د جګړې ډګر ته دانګو

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.