Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د پاکستان محکوم ولس ته څه کول پکار دي؟
    لیکني

    د پاکستان محکوم ولس ته څه کول پکار دي؟

    صابر افغانصابر افغان21 جولای 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بنو کې د ترهګرۍ ضد غونډه باندې برید د پښتنو د نسل وژنې تسلسل دی، چې له لسیزو راهیسې روان دی؛ عجیبه دولت دی، خلک سرکونو ته راوځي چې سوله وغواړي، بیا دولت پرې قتل عام شروع کړي، دا حال په بلوچستان کې هم دی.

    د بلوڅ نسل وژنې پر ضد د بلوڅ پیوستون کمېټه د بلوڅانو ملي غونډه جوړوي، خو حکومت د ملي غونډې د مخنیوي لپاره خپل ټول توان په کار اچوي او ډېر تاوتریخوالی کوي؛ دا په بلوچستان او پښتونخوا کې حالات دي، چې پکې زرګونه کسان د دولتي ظلم او جبر پر ضد سړکونو ته راوتلي دي.

    دولت د دې پر ځای چې د بلوڅو او پښتنو نسل وژنه پای ته ورسوي، پر سوله ییزو غونډو بریدونه کوي، خو د رسنیو، ژورنالیستانو او سیاستمدارانو په وړاندې په جنایي توګه چوپه خوله دي.

    زه له بلوڅو او پښتون ملت څخه غوښتنه کوم، چې په خپل منځ کې اتحاد او پیوستون رامنځته کړي؛ په دې ډول به د ګډې مبارزې له لارې له خپلې خاورې دا ظلم او وحشت پای ته ورسوي.

    دولت په عمدي توګه په سوله ییزو بلوڅو او پښتنو مستقیمې ډزې کوي؛ له بلې خوا همدغه ایالت د TLP له ډلې سره ګرم چلند کوي، د بلوڅو او پښتنو لپاره ټوپک او د TLP لپاره ګلونه د دولت د توکمپالنې د قانون ښکاره څرګندونه ده.

    د پاکستان اوسني حالات او نا امنۍ تر ډېره د پاکستان د حکومت د خپلو پالیسیو نتیجه ده.

    د پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې د پوځ او آی ايس آی په خلاف، د خلکو کرکه او نفرت ورځ په ورځ زور اخلي او که حالات همداسې ادامه پیدا کړي، دا به د ړنګېدو مبداء وي او که پښتانه بغاوت وکړي، بیا یې د پاکستان دا پنجابی پوځ قطعاً نشي سمبالولی.

    د پوځ له خوا په ولس مستقیمې ډزې، ۵ کسه وژل شوي، په درجنو، درجنو زخميان دي، د دغه ظلم پر خلاف د بنو ټول ولس له کورونو راوتلی او حکومت د موبایل سرویس او نېټ پرې بند کړی دی.

    د پاکستان ولس دي په دې پوه شي چې ستاسې حال له فلسطین څخه سل ځله زېات خراب دی او ستاسې دښمن له اسرائیلو څخه زر ځله زیات ظالم او رزیل دی.

    تر هغه چې د پېښور، چارسدې، سوابۍ، سوات، دير، ملاکنډ او نوښار خلک نه وي پاڅېدلي، د ظالم له ظلمه خلاصېدل محال دي، د پاکستان پوځ او آی ایس آی فکر کوي، چې د قبایلو کنټرولول دومره سخت کار نه دی؛ د پاکستان پوځ لکه د انګریز په څېر قومونه او د سیمو خلک یې په جنګیالي او غیرجنګیالي خلکو ویشلي دي.

    د جنګیالیو پر سیمو نظامي عملیات کوي، ښځې او ماشومان یې وژني، کورونه او ودانۍ له یو مخې ورانوي او د غیرې جنګیالیو پروړاندې بیا داسې نه جبرانېدونکی جنایت ترسره کوي.

    له یوې خوا په بنو کې پښتانه په دردناکه وینو کې پراته دي او له بلې خوا په دې بې ګناه زخمیانو او شهیدانو د خندا په ډول د دروغو د جواز په وړاندې کولو سره ډرامې روانې دي؛ پوځ او آی ايس آی په یوه او بله بهانه د پښتنو د سر سړي وژني.

    په دغه هيواد کې به د بنو تر وضع لا نور حالات خراب او د داخلي جګړې درشل ته به ورسېږي، منظور پښتون او د ده ملګرو ته هم بېله نظامي پاڅون بله لار نه پاتېږي؛ د دغه ظالم نظام، ظلم عدم تشدد هم پر تشدد اړوي.

    او له بلې خوا پاکستان اوس مهال د سياسي ګډوډۍ، د خراب اقتصادي حالت سره مخامخ دی او روپۍ يې په پرله پسې ډول تر فشار لاندې ده.پاکستان پر ختمېدو دی او هغه ځای ته به ځي چي له هغه راغلی دی: و هېڅ ته!

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد عامې روغتیا چارسمبالی وزیر سویس ته تللی.
    راتلونکي مقاله سرحدونو او قبایلو وزارت: د واخان د جیوپولیټیکې او جیوستراتيژیکې سیمې پلټنه او څېړنه شوې

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د برید په اړه د نړیوالو غبرګونونو پر…

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شمالي کوریا د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید غندلی

    23 جون 2025

    د اسرائیلي رژیم پوځ: ۲۰ جنګي الوتکو یې تېره شپه د ایران په کرمانشاه، همدان او تهران کې اهداف په نښه کړي

    23 جون 2025

    بنیامین نتنیاهو: پوهېږو چې د ایران ۴۰۰ کیلو ګرامه ۶۰ سلنه غني شوي یورانیم چېرته دي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.