نن سبا رسنیز پوښښ او د رسنیو د کمرو دوربینونه هغو ځایونو ته سیخې وي چې هغوی ملي حاکمیتونه لري، استعماري دولتونه له پامه لویدلي خو خپلواک نظامونه د رسنیو ټارګټ وي او د رسنیزو جګړو سره لاس او پنجې نرموي.تاسو د ځینو رسنیو منافقت له همدې قیاس کړﺉ چې د امن افغانستان وحشتناک تصویر دنیا ته ښیي.
دلته هیڅ جبهه او هیڅ ډله حکومت نه شي ننګولی، که د بهرنیو بادارانو په امکاناتو معمولي سر راپورته کوي نو په هماغه شېبه ځپل کېږي، مګر رسنۍ په پراخه پیمانه د ا.ا.ا په وړاندې جنګي ډلو او جبهو ته تبلیغات کوي، حتی د ملګرو ملتونو سازمان هرې میاشتني راپور کې وایي د مقاومت جبهې دومره او د ازادۍ جبهې دومره حملې کړي.
یا وایي چې القاعده په افغانستان کې دومره روزنځایونه لري، یا وایي داعش په افغانستان کې د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي؛ حال دا چې دلته د افغانستان د رسمي معسکر او د دفاع وزارت پورې مربوط حربي پوهنتون، حربي ښوونځی او د پولیسو نظامۍ اکاډمۍ پرته بل داسې ادرس نشته چې د نظامي روزنځایونو مرکزونه وي یا داسې هیڅ کوم شواهد څوک نه وړاندې کوي چې دا په کې وښودل شي چې د نړۍ جنګیالي دې افغانستان کې ټرینینګ مرکزونه ولري.
هره میاشت جوپې جوپې سېلانیان راځي د افغانستان ګوټ ګوټ ته پرته له کوم امنیتي ګواښه ورځي، مګر د نړۍ رسنۍ د افغانستان په تړاو ویروونکي راپورونه ارایه کوي.
نن سبا د نظامي جګړو ځای رواني جګړو ډک کړی چې د دې جګړې وسایل همدا رسنۍ دي چې خلکو ته په ګوړه کې زهر ورکوي.
خو اوس چې د واک جزیرې او جګړې نشته اپوټه د ابادۍ تشدیدي فعالیتونه روان دي، نړۍ او همدا منافقې رسنۍ غواړي چې موږ محض بې ګټې مسئلو کې ونښلوي او زموږ پام له یو ستر هدف څخه را وګرځوي، موږ له ځان سره په ډېرو او ناچیزو خبرو کې ښکېل کړي، خو زموږ عزم او زموږ اراده همدا ده چې دا پاکه او مغروره خاوره یو ځل بیا د عزت او دبدبې شان او عظمت ته پورته کړو، زموږ ګاونډیان چې اټومي طاقتونه لري تر ويښتانو په پورونو کې ډوب دي، مګر افغانستان هم له اقتصادي پلوه او هم له سیاسي اړخه په ښه وضیعت کې دی.
الحمدلله د پرديپالو او اجیرو رسنیو په وړاندې باید ملي موقف او کتلوي موقف ونیول شي او د دوی د تبلیغاتو هجوم باید په شا وتمبول شي.
رسنیو تل د تاریخ اتلانو ته ترهګرو خطاب کړی، مګر تاریخ ترې ګردونه څنډلي او ملتونو ته یې بیرته اتلان معرفي کړي.
اجیرو او بلواکو رسنیو عمر مختار رحمه الله تروریست معرفي کاوه، شیخ شامل رحمه الله یې ترهګر باله، حاجي مرزاعلي خان ایپي فقیر یې پیری (جن) باله، صدام حسین ته یې د ترهګر خطاب کاوه، قذافي یې تروریست باله، رفیق حریري یې مجرم باله او دوی یې شهیدان کړل، مګر ډېر وخت نه و تېر چې دوی د خپل وخت اتلان شول.
تاریخ ډېر بې رحمه قضاوت لري سبا به د همدې رسنیو باور د خپلو ولسونو په مقابل کې څه وي؟ زموږ ولس چې لا د رسنیو اصالت او ماهیت باندې ژوره پوهه نه لري، هیله ده چې د افغانستان خصوصي او دولتي رسنۍ ددې لویې فتنې په مقابل کې ولسي شعور را ويښ او غښتلی کړی.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.