د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان هغه راپور رد کړی چې ویلي یې و، له ۲۰۲۰م کال وروسته ۸ میلیونه افغانان نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.
دغه وزارت نن د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو درېیو کالو کې ۳.۷ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي: په دې وروستیو کې د مهاجرت نړیوال سازمان راپور خپور کړی، چې ګوا کې له ٢٠٢٠ کال راپه دیخوا اته میلیونه افغانان مهاجر شوي دي، مونږ دغه راپور په کلکه ردوو.
د روس د اشغال نه راپدیخوا تر اوسه له افغانستان څخه په دومره لویه کچه مهاجرت نه دی تر سره شوی. البته د افغانستان په ٤٠ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې د مهاجرت په نسبت د راستنېدنې پروسه ډېره چټکه ده او په تېرو دریو کلونو کې ٣.٧ میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.
متاسفانه ځینې ادارې ددې لپاره، چې د تمویلوونکو توجه جلب کړي د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپروي، چې بده اغیزه یې مستقیما په افغان ولس باندې کېږيد چارواکو په خبره، له افغانستان د کډوالۍ په پرتله د راستنېدنې پروسه ډېره چټکه شوې ده.