Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بلوچان ولې پنجابیان په نښه کوي؟
    لیکني

    بلوچان ولې پنجابیان په نښه کوي؟

    عمران آغاعمران آغا28 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    مبصر: محمد فیصل

    تېرو دوه او درې ورځو کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ لسګونه هغه پنجابیان په نښه او وژلي چې له پنجاب څخه بلوچستان ته روان وو.

    د بلوچستان په موسی خیلو ولسوالۍ کې بلوچ وسله والو یو شمېر موټر درولي وو او هغه کسان یې ترې راکوز کړي چې د پنجاب شناختي کارتونه ورسره وو؛ له شناخت وروسته یې یو شمیر وژلي او ګڼو موټرونو ته یې اور اچولی دی.

    دا لومړی ځل نه دی چې بلوچ وسله وال دغسې کړنې ترسره کوي؛ له دې وړاندې هم لسګونه ځله دغه ډول پیښې شوي چې ګڼ پنجابیان په کې د بلوچ وسله والو له لوري وژل شوي دي.

    د پنجاب ایالتي او د پاکستان مرکزي حکومتونه وایي چې بلوچ وسله وال عام پنجابیان وژني؛ هغه پنجابیان چې د هغوی په وینا بلوچستان ته د کار او مزدورۍ له پاره ځي.

    خو بلوچ وسله وال وایي، دوی هغه کسان وژني چې په ساده لباس کې د پاکستان د پوځ او نورو امنیتي ادارو غړي وي او بلوچستان ته د بلوچانو پر ضد کړنو ته ورځي.

    بلوچان وایي، پنجابیان د دوی ایالت ته ورځي او د بلوچستان په کانونو خیټه اچوي او هغومره چې لازمه ده، د بلوچانو حقوق په کې نه ورکول کېږي.

    بلوچستان د پاکستان تر ټولو لوی خو په اقتصادي لحاظ تر ټولو وروسته پاتې ایالت دی.

    بلوچان وایي، پاکستان د دوی طبیعي زیرمې لوټي او پنجاب او نورې سیمې ورباندې ابادوي.

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ له پاکستان څخه د بیلتون جګړه کوي او هڅه کوي چې د پاکستان، ایران او افغانستان له بلوچو سیمو څخه یو بیل هیواد جوړ کړي.

    ویل کیږي چې دغه وسله واله ډله تر درې زرو پورې جنګیالي لري.

    د بلوچانو او پاکستان تر منځ د پاکستان له جوړیدو راهیسې تر ننه ستونزه شته؛ بلوچان پاکستان نه مني او وایي چې بلوچستان په زور او چل له پاکستان سره یو ځای کړای شوی دی.

    بلوچان په خپل ایالت کې نه یوازې د پاکستاني امنیتي ادارو د حضور مخالفت کوي، بلکې د پاکستان د تر ټولو نږدې متحد چین د پانګونې هم مخالف دي.

    تر اوسه په بلوچستان او د پاکستان په نورو سیمو کې په چینایي وګړو ګڼ بریدونه شوي دي چې ډیر شمیر چینایان په کې وژل شوي دي.

    داسې ویل کېږي چې چین د پاکستان له امنیتي وضعیت څخه ډاډمن نه دی او همدا لامل دی چې چین په پاکستان کې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

    بلوچان چینایانو ته د نویو استعمارګرو او لوټمارو په نظر ګوري. دوی وایي پنجاب او چین په ګډه د دوی د شتمنیو لوټلو له پاره ورځي، نو ځکه دواړه د بلوچانو تر بریدونو لاندې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهباغیان، شریرې ډلې او د هغوی زهري فکرونه…
    راتلونکي مقاله امریکا غواړي چې، د افغانستان او ازبکستان اړیکې ترینګلې کړي

    مربوطه لیکنې

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025

    د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال

    14 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 17 دسمبر 2025

    تاجکستان سره پر پوله په چينايي وګړو بريد کوونکي په نښه او نيول شوي

    المرصاد رسنيز ادرس د خپلو سرچينو له قوله ليکلي، چې افغان ځانګړو ځواکونو تېره شپه…

    بلوڅ وسله والو چين ته خبرداری ورکړی چې د بلوچستان د طبيعي سرچينو له پروژو لاس واخلي

    17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو لکي مروت کې یو پولیس او یو اربکی هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تاجکستان سره پر پوله په چينايي وګړو بريد کوونکي په نښه او نيول شوي

    17 دسمبر 2025

    بلوڅ وسله والو چين ته خبرداری ورکړی چې د بلوچستان د طبيعي سرچينو له پروژو لاس واخلي

    17 دسمبر 2025

    پاکستاني طالبانو لکي مروت کې یو پولیس او یو اربکی هلاک کړي

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،098 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.