هندوکشغږ د شر او فساد ډلې مهم غړي ګل محمد پهلوان یو غږیز کلیپ ترلاسه کړی چې د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په هکله ډېر تُند غږېدلی او دا یې پکې ښودلې چې د ټولو توطیو او دسیسو عامل دوستم و.
نوموړي په دې خبري کليپ کې دوستم او د شر و فساد لارویان مخاطب کړي چې:”پخوا اربکیانو جلا چور کاوه او تاسو جلا چور کاوه؛ اوس خلک ارام دي او ارام ژوند کوي، پرېږدئ چې خلک ارام ژوند وکړي”.
نوموړی په دې خبري کلیپ کې دوستم مخاطب کوي او زیاتوي چې:”د خپلو وزارتونو او خپل ځان لپاره خلک مه قرباني کوئ؛ له تاسو سره توپونه، ټانګونه او الوتکې وې، څه مو وکړل؟ چې اوس به یې خالي لاس وکړئ؟”.
او په دې خبري کلیپ کې یې دا هم په ډاګه کړې چې د شر او فساد د لارویانو ترمنځ سخت اختلاف شتون لري؛ د نوموړي په وینا چې:”د محقق او عطامحمد نور اجل نه وو پوره او یا د دوستم وس نه پرې رسېده، که نه نو هغوی یې هم وژل”.
همداراز نوموړی زیاتوي چې:”دوستم او اسماعیل خان زما د مرګ پلان هم درلود، خو زه په خپل ځان اطمناني وم، نو ځکه یې زه نه شوم وژلی، خو که وس یې رسېدلی وای نو مړ کولم یې”.
ګل محمد پهلوان په خپلو خبرو کې عام هیوادوال مخاطب کړي چې:”د دوی په فریب او لافو باندې باور مه کوئ، دروغ وايي، دروغ وايي، دروغ وايي! دغه ځای دې نښه وي، دا زما خبره ثبت کړئ او درسره و یې ساتئ”.
ګل محمد پهلوان چې اصلي د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ اوسېدونکی دی، اوسمهال په ایران هیواد کې اوسېږي چې په پرځېدلې جمهوري اداره کې د جمهوریت ریاست ته هم کاندید وو.
نوموړی د عطا محمد نور د مهمو کسانو له جملې شمېرل کېږي او اوسمهال له دوستم سره ډېر سخت مخالف شوی دی چې له أمله یې خپلمنځي رازونه افشاء کړي دي.
نور جزئیات په صوتي کليپ کې واورئ!