حماس اسلامي غورځنګ په يوه تازه خپره کړې اعلاميه کې ویلي چې له صهيونيستي اسرائيلو سره د جګړې پای ته رسول او توافق هغه وخت ممکن دی چې د دوی ځينې شرايط ومني.
په قطر کې د حماس سیاسي دفتر جګپوړي غړي “حسام بدران” ویلي: له صهيونيستي اسرائیلو سره هغه وخت موافقې ته رسېدل ممکن دي، چې د غزې په تړانګه کې جګړه پای ته ورسوي او زموږ ټول بندیان خوشې کړي.