Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»افغانستان د سره ښامار په خوله کې
    لیکني

    افغانستان د سره ښامار په خوله کې

    صابر افغانصابر افغان26 دسمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یو وخت داسې و چې شوروي اتحاد د نړۍ زبرځواک بلل کېده. شوروي اتحاد په نړۍ کې هغه مهال یوه لویه امپراطوري تأسیس کړې وه، په ورته وخت کې یې د کمونیزم الحادي مفکوره پر مخ وړله، د دې لپاره یې پر مختلفو هېوادونو یرغلونه وکړل چې له دې جملې یو هم افغانستان و.

    افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت په درلودلو سره د نړۍ ټولو زبرځواکونو ته مهم ثابت شوی دی. د مهم والي یو بل دلیل یې دا هم ګڼلای شو چې دلته له پخوا په اسلامي عقیده سمبال مسلمانان شتون لري، چې د اسلامي دعوت په لار کې کار کوي.

    شوروي اتحاد د ۱۳۵۸هـ ش کال د جدي پر ۶ مه د افغانستان پر پاک حریم تېری وکړ. دې یرغل نه تنها دا چې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا یې نقض کړل، بلکې د افغان مسلمانانو ولس عقیدوي بدلون یې هم هدف و. افغانان لا وړاندې د دوی د لاسپوڅو په ضد درېدلي وو؛ کله چې یرغل وشو نو د افغانانو جذبه لا زیاته او او پیاوړي شول، په نشت امکاناتو یې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د یرغلګرو او د هغوی د لاسپوڅو په وړاندې اسلحې ته لاس کړ.

    شوروي اتحاد د دې لپاره چې خپل یرغل مشروع وښیي، د افغانان له جملې یې هغه خلک چې له پخوا د کمونیزم نظریې تر تأثیر لاندې وو، د واک پر ګدۍ کېنول. دا کسان چې مخکښې څهرې یې نور محمد تره کی، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکتر نجیب و، په ولس کې منفور شوي وو. دوی په هېواد کې هېڅ محبوبیت نه درلود او د خپلو جنایاتو له کبله په ولس کې کرکه ترې کېده.

    سرو لښکرو چې د افغانانو لږ مقاومت ولید، د افغانستان پر خلکو یې خپل وحشیانه بریدونه پیل کړ، افغانستان یې په ګنډواله بدل کړ، میلیونونه وګړي یې مهاجرت ته مجبور کړل. شخصي او عام المنفعه شتمنۍ لکه ځمکې، ځنګلونه، مکاتب، پوهنتونونه، مدارس، روغتونونه او مسجدونه یې د خپلو بریدونو هدف وګرځول. سرو لښکرو په زرګونه افغانان په زندانونو او خاد په ریاستونو کې ترې تم کړل.

    د شوروي یرغلګرو لاسپوڅي هم تر دوی په ظلم او وحشت کې کم نه وو. سرې لښکرې بهرني یرغلګر وو، د هغوی لپاره ظلم عادي خبره وه، خو افغان متحدینو یې بیا تر دوی لا زیات جنایات ترسره کړل، چې په هېڅ صورت افغانانو ته د منلو نه وو.

    شوروي یرغلګر د دې تر څنک په پراخو جنګي جرمونو ککړ و، جنګي بندیان یې په ډېره بې رحمۍ سره وژل، د جګړې په جریان کې یې پر ماشومانو، مېرمنو او سپین ږیرو هم لاس پورته کاوه. دوی د افغان ولس په وړاندې هغه ظلمونه او وحشتونه ترسره کړل چې تر دې وړاندې هیڅ چا نه وو ترسره کړي، خو افغانان د خپل ایماني قوت په مټ د دې هرې ستونزې په وړاندې محکم شول او سور ښامار یې مات کړ.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد جدي شپږمه؛ د بشریت ضد ستر او نه بښونکي جنایت پیلامه
    راتلونکي مقاله د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د مسئولینو په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ ۵۲ کلنه دښمني حل او فصل شوې

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 30 مې 2026

    د ايران په اړه د ډونالډ ټرمپ د وضعيت خونې جوړه شوې غونډه پای ته رسېدلې

    فاکس نیوز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ “د وضعیت خونې” غونډه چې…

    روسيه او چين له هرمز تنګي څخه د ځانګړي تګ راتګ له شرايطو برخمن کېږي

    30 مې 2026

    تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ايران د بالسټيک توغندي بريد له امله کویټ کې ۵ امريکايي عسکر ټپيان شوي

    30 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ايران په اړه د ډونالډ ټرمپ د وضعيت خونې جوړه شوې غونډه پای ته رسېدلې

    30 مې 2026

    روسيه او چين له هرمز تنګي څخه د ځانګړي تګ راتګ له شرايطو برخمن کېږي

    30 مې 2026

    تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ايران د بالسټيک توغندي بريد له امله کویټ کې ۵ امريکايي عسکر ټپيان شوي

    30 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،164 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،100 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،203 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.