Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د رانا ثناءالله څرګندونې له مسؤلیت تېښته او د پاکستاني ولس غولونه ده!
    لیکني

    د رانا ثناءالله څرګندونې له مسؤلیت تېښته او د پاکستاني ولس غولونه ده!

    صابر افغانصابر افغان8 جنوري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    پاکستان چې له ایجاد را وروسته یې په خپل څه باندې اویا کلن تاريخ کې، د انګرېزانو لخوا د خپلو موخو او اسلام ضد پروژو د تحقق په موخه کار کړی، په خپل تېر تاريخ کې د نن په شان داسې بد حالت نه و پرې راغلی.

    د پاکستان په نوم جغرافیه تر بل هر وخت د نن په شان له شته سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، د ميلياردونو ډالرو قرض او تر ټولو بد امنيتي وضعیت سره لاس او ګرېوان دی.

    د مسؤليت په هره برخې کې یې ناکام سياسي او حکومتي چارواکي ورځ تر بلې د خپلې ماتې، له مسؤليتونو د تېښتې او پاکستاني ولس په سترګو کې د خاورې شیندلو په تکل پر افغانستان ناسم تورونه لګولي دي. که په پاکستان کې لاريون هم کېږي، نو دوی په مستقيم ډول د افغان کډوالو د شتون خبره په کې کوي، که چاودنه يا برید کېږي، هلته هم د خپلې کمزورۍ پړه پر افغانستان اچوي.

    د پاکستان د لومړي وزير، د ارشد مشاور رانا ثناءالله تازه څرګندونې چې په افغانستان کې يې د بيا – بيا هوايي بريدونو خبره کړې ده، په سيستماتيکه توګه د هغې ماتې پټولو هڅه ده، کوم چې د تحريک طالبان پاکستان، بلوڅ بېلتون پالو او نورو ډلو سره یې په جګړه کې خوړلې ده.

    ثناءالله پاکستاني ولس ته څرګندوي، چې د پاکستان ضد وسلوالې ډلې له افغانستانه راځي او هلته یې په هدف ګرځولو سره د خپلو خبرو او ادعاوو لپاره دلایل تراشي، خو پر افغان خاوره له ښکاره تېري وروسته معلومه شوه چې پاکستاني پوځیانو د تېر په څېر بيا هم معصوم ماشومان په افغان خاوره کې هدف ګرځولي وو، هغه ماشومان او کډوال کوم چې کابو يوه لسيزه وړاندې د همدې پوځ د ظلم او جبر په پايله کې د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي وو او افغانستان ته يې پناه راوړې وه.

    همدا راز ثناءالله هڅه کوي، د ټرمپ له راتګ وړاندې امريکايي پاليسي جوړوونکو ته وښيي، چې افغانستان د پاکستان ضد وسلوالو ډلو په خوندي پټنځای بدل شوی دی، تر څو د دغه وسلوالو ډلو په ضد له امریکا څخه مالي او نظامي ملاتړ ترلاسه کړي.

    د شهباز شریف اوسني حکومت ته يوه مېاشت وړاندې زلمي خلیلزاد ور ياده کړې وه، چې عمران خان له زندانه راخوشي کړي؛ هغه عمران خان چې په خوشي کولو سره یې د شهباز شريف د حکومت عمر لنډېږي.

    شهباز شریف د همدې وېرې او احتمالي سناریو له عملي کېدلو وړاندې، له تحريک انصاف ګوند سره د خبرو لپاره د دولت په کچه يوه ځانګړې مذاکراتي کمېټه وټاکل؛ له دې هم څرګندېږي چې شهباز شريف د عمران خان او ټرمپ د حکومت له احتمالي مداخلې وړاندې له عمران خان سره د اړيکو ښه کولو هڅه کوي.

    خليلزاد همدا راز د نوي پاکستان په اړه خبرې کړې دي، هغه چې د رانا ثناءالله او د هغه په شان د نورو ډېرو سیاسیونو خوبونه او د پاکستاني ولس د تېر ايستلو لوبې ته به د پای ټکی کېږدي. دغه امريکايي ډيپلوماټ د پاکستان اوسني حالت ته د دريو شته فکټورونو په عینکو تحليل کړی دی او پايله یې داسې اعلان کړې چې د نوي پاکستان څرکونه ډېر دي. داسې احتمال هم شته چې د امريکا د اووه څلوېښتم ولسمشر له لوړې سره په آسيا کې د پاکستان په نوم جوړه شوې جغرافیه د نویو تحولاتو شاهده وي.

    پاکستاني سیاستوالو په ټوليزه توګه په تېرو دريو کلنو کې هڅه وکړه، چې د خپلو ماتو او ناکامیو د پټولو په موخه د خپل بام ټوله واوره پر افغانستان ور واچوي، خو اوس داسې ښکاري چې د دوی ټولې هغه لارې چې دوی پرې د پاکستان ولس تېر ایسته، بې نتیجې شوې دي.

    رانا ثناءالله د پاکستاني رژيم لخوا تېر کال د ژمي په يخ موسم کې، هلته د مېشتو افغان کډوالو د ایستلو لپاره هم همدا دليل کاروه، چې دوی د پاکستان په بې ثباتۍ کې ښکېل دي، خو نه تنها دا چې افغان کډوال په جګړو کې ښکېل نه وو، بلکې د هغوی له ایستلو سره د پاکستان امنيت د ښه والي په ځای لا پسې خراب شو.

    ثناءالله او د پاکستاني رژيم چارواکي باید درک کړي، چې نور د پاکستان ولس په خپلو داسې بې باکه او بې سنده خبرو نشي غولولای او نه به هم د دوی دا کړنې کوم درد دواء کړي، بلکې لا به د خپلو ناسمو پاليسو له امله په راتلونکي کې تر دې د سختو ورځو شاهدان وي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد جوزجان والي د ترکیې له سفیر سره د همکاریو پر پراختیا خبرې کړي
    راتلونکي مقاله د ترکيې په يوه نړيوال نندارتون کې افغاني غالۍ نندارې ته ایښودل شوي

    مربوطه لیکنې

    د جبهاتو ازدحام د ښه راتلونکي که د ناکامۍ نښه ده؟

    11 مې 2026

    ډیورنډ کرښه په رسميت پېژندل؛ د مخالفينو پر تندي تور تاريخي داغ

    6 مې 2026

    د جبهاتو د یووالي ناستې؛ د نفاق که د انسجام پلېټفارمونه؟

    4 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 12 مې 2026

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    رويټرز په يوه تحليلي راپور کې ويلي، چې یو کال وړاندې ولسمشر ټرمپ وړاندوینه کړې…

    پکتیکا کې لسګونه میله وسلې او زرګونه فیره مهمات ډایاک ته وسپارل شول

    12 مې 2026

    کابل ښار کې به د افغان کارټ امارتي شرکت ستره مرکزي مغازه پرانېستل شي

    12 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوداګريزو تعرفو پر مټ د چين تسليمول؛ د ټرمپ هغه خوب او خيال چې رښتيا نه شو

    12 مې 2026

    پکتیکا کې لسګونه میله وسلې او زرګونه فیره مهمات ډایاک ته وسپارل شول

    12 مې 2026

    کابل ښار کې به د افغان کارټ امارتي شرکت ستره مرکزي مغازه پرانېستل شي

    12 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،162 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،098 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،201 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.