د هندوکشغږ د سرچينو د معلوماتو په اساس؛ ټاکل شوې چې د راتلونکې فبروري پر ۷مه او ۸مه نېټه په ترکيه کې د ملي ډيالوګ يا ګفتمان ملي په نوم کنفرانس دائر شي، دا کنفرانس د حکمت کرزي په مشرۍ د يوې ډلې لخوا دائرېږي، دا دويم کنفرانس دی چې لومړی يې څو مياشتې مخکې په استانبول کې دائر شوی و.
د معلوماتو له مخې؛ په تېر کنفرانس کې د حکمت کرزي د ټيم لخوا ډېره هڅه وشوه چې د ملي مقاومت شوری مشران او مسؤولين هم دې کنفرانس ته را دعوت او ګډون پکې وکړي، خو د ملي مقاومت په نوم شوری د دوه لاملونو له امله په دې کنفرانس کې ګډون ونه کړ.
دا چې حکمت کرزي د يادې پروژې لپاره د انګلستان د بهرنيو چارو وزارت له لارې د ياد هېواد د استخباراتو څخه ډيرې پيسې اخيستې وې، نو د مقاومت شوری ځينې کسان لکه يونس قانوني، حبيب الرحمن سياف او ځينې نور د ۵۰٪ پنځوس فيصده سهم او شراکت غوښتونکي وو، خو د حکمت کرزي له لوري د مياشتې د درې زره (٣٠٠٠) تر پنځه زره (۵۰۰۰) ډالرو معاش په بدل کې د مشاور بست ته وړانديز شوی و، د دې چانه وهلو لپاره قانوني په لندن کې د حکمت کرزي سره څو مجالس ترسره کړي و، خو بالاخره جوړ رانغلل چې وروسته قانوني د مقاومت شوری نور غړي د يادې پروژې او کنفرانس په وړاندې تحريک او له ګډون څخه منع کړل.
تازه د هندوکشغږ د مؤثقو سرچينو د معلوماتو له مخې؛ حکمت کرزي او ملګرو يې په ترکيه کې د ډاکتر بصير انور، محقق، حبيب الرحمن سياف او دوستم په شمول د يادې شوری د ځينې نورو مسؤولينو سره کتلي دي.
په دې لړ کې حکمت کرزي ډاکتر بصير انور د ځينې امتيازاتو په منلو سره دې ته قانع کړی و چې په شوری کې به د دوی په وړاندې د حساسيت د کمولو هڅه کوي او د شوری مسؤولين به دې ته راضي کوي چې په راتلونکي کنفرانس کې يې ګډون وکړي، خو د ډاکتر بصير انور د ډېرو هڅو او حتی د شوری مجلس ته د حکمت کرزي د دعوت کولو سره سره نوموړی د يونس قانوني او عطاء محمد نور او ځينې نورو پخوانيو جميعتيانو د حساسيت او مخالفت له امله، په دې بريالی نه شو چې ياد حساسيت ختم کړي او يا په ياد کنفرانس کې څوک ګډون کولو ته قانع کړي.
د سرچينې د معلوماتو په اساس؛ په مقاومت شوری کې د هغه کړۍ د تصميم له امله چې د تصاميمو او پرېکړو واک يې په چل او نيرنګ سره انحصار کړی دی دا ځل بيا د حکمت کرزي په کنفرانس کې د ملي مقاومت شوری د ګډون پرېکړه ونه شوه او د حکمت کرزي ټيم او کورنۍ يې يو ځل بيا په جاسوسۍ، خيانت او د دوی په وينا د مقاومت شوری د مشرانو په توهين او تحقير تورن کړل چې هيڅکله به يې تر نوم او بيرغ لاندې دوی چېرته راټول نه شي.
خو دا چې په شوری کې به د حکمت کرزي سره د پټې معاملې د هڅې له امله د بصير انور سرنوشت څه ډول وي؟ په اړه يې څه ويل له وخت مخکې خبره ده.