د پاکستان د طالبانو غورځنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ځواکونو یې پرون ماښام د باجوړ ولایت ناوه ګۍ ولسوالۍ کې له پاکستاني پوځیانو سره نښته کړې چې پر مهال یې، څلور پوځیان وژل شوي او يو بل ټپي شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دغه نښته کې پاکستاني طالبانو یو میل کلاشینکوف هم غنیمت کړې.