Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»Blog»چور، فساد او بې‌کفایتي؛ په افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو لاملونه
    Blog

    چور، فساد او بې‌کفایتي؛ په افغانستان کې د بې وزلۍ د پراخېدو لاملونه

    صابر افغانصابر افغان9 مارچ 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په ۱۳۹۴ل کال کې د ریچست لایف‌ سټایل په نوم بنسټ د آسیا د بې وزله هېوادونو ارزونه وکړه، په پایله کې یې افغانستان د نړۍ تر ټولو بې وزله هېواد وښود. دا یوازې هماغه کال نه و، بلکې تر دې وړاندې او وروسته هم، هر کال د افغانستان نوم د نړۍ د بې وزله هېوادونو په لېست کې ځای درلود.

    د نړيوال بانک د احصائیوي راپور له مخې په ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲م کلونو کې ۳۵.۸ سلنه وګړو د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه، خو په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴م کلونو کې دا شمېره ۳۹.۱ سلنې ته لوړه شوه. دا حالت لا پسې خراب شو او د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷م کلونو ترمنځ، دا کچه ۵۵ سلنې ته ورسېده، چې د ۲۰۱۱ – ۲۰۱۲م کلونو په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیي.

    په ۲۰۱۹م کال کې هم د افغانستان د بې وزلۍ حالت د اندېښنې وړ و، تر دې چې د راپورونو له مخې شاوخوا ۱۹ میلیونه افغانانو د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کاوه.

    پوښتنه دا ده چې ولې افغانستان سره له دې چې پراخې طبیعي زیرمې او کانونه لري، بیا هم د نړۍ له بې وزله هېوادونو څخه ګڼل کېږي؟ ولې هر کال افغانان له اقتصادي رکود او د بې وزلۍ له ډېرښت سره مخامخ کېږي؟ دا هغه مسایل دي چې په دې لیکنه کې به ورته ځواب ووایو.

    په افغانستان کې د بې وزلۍ د ډېرښت ځینې مهم لاملونه:

    کورنۍ جګړې: په افغانستان کې د فقر د پراخېدو یو مهم لامل اوږدې کورنۍ جګړې دي. دا جګړې چې یوازې د څو جنګ‌ سالارانو د شخصي ګټو لپاره روانې وې، د زرګونه افغانانو ژوند یې واخیست او د هېواد اقتصادي بنسټونه یې ویجاړ کړل. نه یوازې پانګونې راټیټې او پانګوالو ته یې د فعالیت زمینه له منځه یووړه، بلکې پانګې له هېواد څخه ووتې او بې کاري ډیره شوه.

    د حکومتي مسؤلینو بې کفایتي: د حکومتونو کمزوری مدیریت او د مسؤلینو بې‌ کفایتي هم د بې وزلۍ د ډېرېدو یو اساسي لامل و. د جمهوریت د وخت چارواکو له لویو مسؤلیتونو سره، سره د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه‌ والي او د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د کار پیدا کولو لپاره هیڅ عملي ګامونه پورته نه کړل.

    د نړۍوالو مرستو کمېدل: دا چې د کابل اجیرې ادارې تر لوړې کچې په بهرنیو مرستو تکیه کوله، په ۲۰۱۴م کال کې کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه په وتلو شول، ورپسې د نړۍوالو مرستو کمېدو اقتصادي ناورین لا پسې ژور شو، د هېواد اقتصادي سرچینې یې له بې ساري اقتصادي رکود سره مخ کړې او د فقر ګراف له اندازې زیات ورسره لوړ شو.

    پراخ مالي فساد: د حکومتي چارواکو ترمنځ ژور فساد هم په افغانستان کې د بې وزلۍ یو له مهمو عواملو څخه و. سره له دې چې نړۍوالو میلیاردونه ډالر مرستې وکړې؛ خو دا پیسې د جګړه‌ مارانو، تش په نوم رهبرانو، چارواکو او پر واک د مینو څو سیاستوالو جیبونو ته تللې.

    د یادونې وړ ده چې د طالبانو تر بیا ځلې واکمنۍ وړاندې افغانستان په کلنۍ توګه ۸.۵ میلیارد ډالر تر لاسه کول، چې ۷۵ سلنه عمومي لګښتونه یې پوره کول، پر دې سربېره، د دې نیمه برخه لښګتونه د بهرنیانو د نظامي او امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره وو.

    د سرتاسري امنیت نشتوالی: د امنیت نه شتون چې له جمهوریت سره تړلې خبره وه، په هغه وخت کې د بې وزلۍ د زیاتوالي یو بل لوی اساسي لامل و. د نا امنۍ له امله ډېره برخه سوداګر او پانګه‌ وال، د ځان او کورنۍ د خوندیتوب لپاره له افغانستان څخه ووتل، چې د پانګې له وتلو سره بې کاري هم په بې‌ سارې توګه لوړه شوه.

    په افغانستان کې د بې وزلۍ منفي پایلې:
    د نا امنۍ زیاتوالی: د شل کلن اشغال پر مهال، له بې وزلۍ رامنځ ته شوې نا امنۍ زرګونه افغانان قرباني کړل. بې‌وزلي دومره ډیره شوې وه چې خلکو به یوازې د یوه موبایل لپاره چې ارزښت یې ۵۰۰۰ افغانۍ و، نور انسانان وژل.

    د کډوالۍ زیاتوالی: د کابل د اجیرې ادارې د واکمنۍ پر مهال د بې وزلۍ یوه بله لویه منفي پایله، د زرګونه افغانانو بې‌کوره کېدل او مهاجرت و. ډېر خلک د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره مجبور شول چې خپل ټاټوبی پرېږدي او کلونه، حتی لسیزې، له کورنۍ، خپلو او خپلوانو لیرې په هجرت کې تېر کړي.

    د بې‌ سوادۍ ډېرښت: د خراب اقتصادي وضعیت له امله، ډېرو کورنیو خپل ماشومان له ښوونځيو او مدارسو څخه وایستل او هغوی یې د ژوند د لګښتونو د برابرولو لپاره کار کولو ته اړ کړل. دې چارې د بې‌سوادۍ کچه لوړه او ټولنه یې نوره هم د ناپوهۍ کندې ته ورټېل وهله.

    له هغه وروسته چې اوسنی سرپرست حکومت پر افغانستان حاکم شو، د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره یو لړ مهم اقدامات، لکه د بنسټیزو پروژو پلي کول (د قوش‌ تیپې کانال او د ټاپي پروژه)، د سوداګریزو اړیکو پراخول (له روسیې، چین او ایران سره)، د داخلي زېرمو مدیریت (د کانونو او نفتو استخراج) ترسره شول. که څه هم دا اقدامات په لنډه موده کې ترسره شوي، خو بیا یې هم د پام وړ پایلې درلودلې دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.
    راتلونکي مقاله پاکستاني طالبانو په ځوابي برید کې ۱۴ تنو پاکستاني پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    مربوطه لیکنې

    د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي: ايران د خپلې دفاع لپاره ټول انتخابونه په اختيار کې لري

    22 جون 2025

    د ايران لوړپوړي امنيتي چارواکي: د بريد چمتووالی مو درلوده او خپل اټومي سايټونه مو خالي کړي وو

    22 جون 2025

    تلویزیون دولتی ایران گزارش داده است که نیروهای ایرانی تا چند لحظهٔ دیگر در واکنش به حملات تازهٔ رژیم صهیونیستی، حملات بسیار شدید و ویران‌گر را بر این رژیم آغاز خواهند کرد.

    14 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.