شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د يورو نيوز رسنۍ د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د این بي سي نیوز په نوم له يوې خبري شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، چې که ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه موافقه ونه کړي نو بمبارد به شي. ټرمپ همدا راز زیاته کړې، چې دا بمباري به داسې وي چې دوی به مخکې هیڅکله نه وي لیدلې. د دې مرکې په یوه برخه کې، ټرمپ یادونه کړې، چې هغه له تهران سره د مقابلې لپاره د دوهمې تعرفې په انتخاب هم غور کوي. ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې مخکې یې د ایران مذهبي رهبر ته یو لیک لیکلی و او بيا تهران ويلي چې د عمان له لارې یې د ټرمپ لیک ته ځواب ورکړی دی.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا بریدونو پوځي طرحې وړاندې کړېانادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر اډمیرال براډ کوپر د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا پوځي بریدونو احتمالي طرحې او انتخابونه وړاندې کړي دي.انادولو خبري اژانس د والسټریټ ژورنال په حواله راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت، د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کېن او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود. دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغه شوې، چې پوځي چارواکو له مرستیال ولسمشر جي ډي ونس سره هم لیدلي وو.د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د روان کال په لومړیو کې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پر ایران د یوه نوي پوځي کمپاین احتمال ارزوي. امریکا په وروستیو اوونیو کې منځني ختیځ ته خپلې هوايي دفاعي وړتیاوې، مهمات او نور پوځي تجهیزات زیات کړي او ځینې سرتېري یې له هغو اډو څخه لېږدولي چې د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.30 اکتوبر 2026