Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي
    راز

    اسرائيل، ايران کې د استخباراتي معلوماتو راټولولو لپاره د افغانستان له تښتېدلو مخالفينو استفاده کوي

    صابر افغانصابر افغان17 جون 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د مقاومت جبهې له منځه، هندوکش غږ ته باوري سرچينو خبر ورکړی چې د اسرائيلو د پوځي استخباراتو ادارې «موساد» استازي له څو ورځو راهيسې په فرانسه او ترکيه کې له افغانستان څخه د تښتېدلو ډلو له مهمو استازو او استخباراتي مسؤلينو سره په پټه په ليدنو بوخت دي.

    هندوکش غږ ته سرچینې زياتوي چې د موساد استازو له افغانستان څخه د تښتېدلو مخالفو ډلو له مشرانو او د دوی د استخباراتي کميټو له مسؤلينو او استازو غوښتي چې په ايران کې د شته نفوذ او له ايراني حکومت سره له روابطو څخه په استفادې دې په ايران کې د معلوماتو په راټولولو کې همکاري ورسره وکړي؛ د سرچينې له قوله چې دا معلومات په عمومي ډول په دوه برخو کې غوښتل شوي، لومړی دا چې د مهمو ايراني افرادو د ځايونو او د بدلون په اړه معلومات او دویم دې له اسرائيلي بريدونو څخه وروسته له ساحې څخه او له ايراني امنيتي کسانو سره د روابطو په توسط د امکان تر حده معلومات راټول او له موساد سره شريک کړي.

    د هندوکش غږ سرچينه زياتوي چې له همدې ليدنو وروسته د مخالفو ډلو د مهمو مشرانو او مسؤلينو له خوا ايراني امنيتي چارواکو او د سپاه پاسداران چارواکو ته د خواخوږۍ پيغامونه وړاندې شوي او ورته د همکاريو وړانديزونه هم شوي دي، تر څو په دې ډول ځانونه خواخوږي معرفي او په دې حساس وضعيت کې د ايران امنيتي او اطلاعاتي ادرسونو ته ځان نږدې او وکولای شي د ارزښت وړ استخباراتي معلومات راټول او له موساد سره شريک کړي.

    د‌ دقيقو او کره معلوماتو پر اساس، څو مياشتې وړاندې هم د امريکا او غرب د ځينو استخباراتي ادارو استازو د مقاومت شوری له مشرانو سره په ترکيه کې ليدنې کړې وې او د ځينو امتيازاتو په بدل کې يو توافق ته رسېدلي وو، تر څو د ايران په اړه په استخباراتي برخه کې همکاري ورسره وکړي. له دې ليدنو وروسته د مخالفو ډلو ځينو مهمو مسؤلينو په کمه زماني فاصله کې ايران ته سفرونه هم وکړل او د ايران له مهمو چارواکو سره له لیدنې سربيره يې ځينو مهمو دولتي ادارو او د سپاه پاسداران مراکزو ته هم مراجعه کړې وه.

    مخکینۍ مقالهجنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟
    راتلونکي مقاله له ايرانه پر اسرائيلو د توغنديزو بريدونو لسمه څپه پيل شوه

    مربوطه لیکنې

    عطامحمد نور له پاکستانه تر ناهیلۍ وروسته د احمد مسعود او یاسین ضیا جبهې «نیابتي ملیشې» وبللې

    29 جولای 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائیلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ په اسرائيلي جنایتکاره جامه کې

    26 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 15 اگست 2026

    د آزادۍ تر چتر لاندې پنځه کاله او د مخالفیو سیاسي زوال

    د هېواد د پرتمینې آزادۍ پنځه کلن بریالی بهیر دا حقیقت په بې ساري ډول…

    د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني: افغان حکومت په حکومتدارۍ کې د هېچا فرمایشات نه مني

    15 اگست 2026

    د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي: افغان ملت له اسلامي ارزښتونو او خپلې خاورې سره معامله نه کوي

    15 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د آزادۍ تر چتر لاندې پنځه کاله او د مخالفیو سیاسي زوال

    15 اگست 2026

    د اطلاعاتو او کلتور وزیر شیخ شیر احمد حقاني: افغان حکومت په حکومتدارۍ کې د هېچا فرمایشات نه مني

    15 اگست 2026

    د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي: افغان ملت له اسلامي ارزښتونو او خپلې خاورې سره معامله نه کوي

    15 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،242 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.