یوې بهرنۍ مطبوعاتي فعالې جورجینا سنشاین د پرځيدلي جمهوریت د ځانګړو ځواکونو د قوماندان فرید احمدي په حواله ویلي، چې په امریکا کې مېشتو د پرځېدلي جمهوریت څو جنرالانو د امریکا حکومت او په ځانګړې توګه د دوی مرکزي قوماندانۍ ته وړاندیز کړی، چې له ایران سره د احتمالي جګړې په صورت کې چمتو دي چې ټیمونه یې له امریکایانو سره اوږه په اوږه ودروي او د دوی په خوښه جګړه وکړي. نوموړې فعالې د یادو جنرالانو نومونه افشاء کړې وو، چې یاد جنرالان سمیع سادات، خوشحال سادات او هبت الله علیزی نومېږي او اوس مهال په امریکا کې مېشت دي.
د یاد خبر له خپرېدو ډیر وروسته سمیع سادات د دې لپاره چې د جبهې په وړاندې یې غبرګونونه ډیر نشي، دا خبر ظاهراً رد کړ، خو فرید احمدي لا هم خپله خبره بیرته نه ده اخیستې. ډېریو هغو داخلي جنرالانو او نورو نظامیانو چې د امریکا د استخباراتي ادارې (سي آی اې) او دفاع وزارت (پنټاګون) تر مستقیمې قوماندې لاندې یې په افغانستان کې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره جګړه کوله، د امریکا په لاس د جوړ شوي جمهوریت له پرځېدو وروسته یې له افغانستانه پښې سپکې او په امریکايي، فرانسوي، جرمني او برېټانوي الوتکو کې له دغه هېواده تېښته وکړه.
امریکا او نورو غربي هېوادونو هغه صفري او ځانګړي قطعات هم له ځانه سره وایستل چې دلته یې د دوی لپاره د کرايي جنګیالیو په توګه جګړه کوله، خپل خلک یې وژل، بندیانول او ظلمونه یې کول، ترڅو د هغوی ګټې خوندي کړي. امریکا د نورو دلایلو ترڅنګ دوی د دې لپاره هم وایستل چې په نورو هېوادونو او نورو جګړو کې به یې د امریکايي ګټو د خوندیتوب لپاره وکاروي. دوی په افغانستان کې د ننه ستر جنایتونه کړي وو، خپل خلک یې په ناتار وژلي وو او ډول ډول ظلمونه یې ورسره کړي وو، دوی په افغانستان کې د ننه په پراخه کچه رټل شوي او خلکو ترې بېزاري اعلان کړې ده.
لازمه خو دا وه چې دغو کسانو په اصطلاح جنرالانو چې دا رتبې هم ورته د خپل ولس پر وړاندې د جګړې او ظلمونو په بدل کې امریکايي او نورو تېريګرو ځواکونو ورکړې وې، د خپلو تېرو کړو وړو، جنایتونو، ظلمونو او د پردیو ګټو د خوندیتوب په لاره کې غلامیو او بزدلیو له کبله له ځانونو سره حساب کړی وای، خپل وجدان یې پوښتلی وای او بیا یې له دغه ناوړه کاره توبه ایستلې وای، خو له بده مرغه دغو کسانو له هغه وخت څخه هېڅ عبرت وانه خیست، بلکې برعکس یې پر خپل وجدان، ایمان او د پلرونو او نیکونو پر تاریخ پښه کېښوده او دې سترې غلامۍ او بې ننګۍ ته یې بیا راودانګل.
دا کسان اوس له افغانستانه رټل شوي، دوی نه خپل وطن، نه خپل ولس، نه خپل دین، نه خپل ایمان او نه هم خپل وجدان او تاریخ ته هېڅ ډول ژمنتیا لري، دا ټول ارزښتونه یې لا له وړاندې پلورلي او ترپښو لاندې کړي، د دوی لومړنۍ او وروستۍ هیله او موخه د خپل بادار خوشحالول او د خپلو جېبونو ډکول وو او ده، ډېرو خو یې لا په دې لاره کې سرونه هم بایلل او د بې عزتۍ په مرګونو مړه شول، پاتې ژوندیو یې هم ترې عبرت وانه خیست او د هغوی لارې ته دوام ورکوي.
دوی که اوس د ایران پر ضد جګړې ته درومي او یا هم په بل هرځای کې د امریکا ظالمانه او وحشیانه جګړو ته ور درومي او ځانونه د دوی د ګټو د خوندیتوب لپاره له ګواښ سره مخ کوي، دوی په هېڅ ډول د افغانستان او افغانانو استازیتوب نه شي کولی، بلکې غلامۍ د دوی سترګې دومره ړندې کړې وې چې لومړی یې پر خپل ولس او خلکو شروع وکړه او تر تیغ یې تېر کړل، نو دوی اوس هرې لوبې ته چمتو دي او د بادار د خوشالۍ او د جېب ډکولو لپاره هره نامشروع کړنه مني.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.