شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp العربيه رسنۍ وايي، د اسرائيلو ۱۴ چینل د یوې امنیتي سرچینې له قوله راپور ورکړ چې امريکا په پام کې لري اسرائیلو ته B-2 بم غورځوونکې پرمختللې الوتکې او GBU-57 بنکر ويجاړوونکي بمونه چې په ځمکه کې د ننوتلو او ودانيو د تخريب لپاره کارول کېږي ورکړي.سرچینه وايي، د امريکا د جمهوري غوښتونکو او ډیموکرات ګوندونو د نوي ګډ قانون له مخې چې د چهارشنبې په ورځ کانګرس تصویب کړ، اسرائیل ممکن په نژدې راتلونکي کې د امریکا دا بې سارې پوځي مرسته ترلاسه کړي.ياده دې وي چې په پوځي او مالي برخه کې امريکا په بشپړ ډول د اسرائيل ملاتړې ده او د شنونکو په وينا که امريکا له اسرائيل لاس اخلي نو صهيونيستي رژيم يواځې د څو مياشتو پایېدلو وړتيا هم نه لري.
د فرانسې ولسمشر، ایمانوېل مکرون: امریکا نور د باور وړ متحد نه ګڼل کېږي، اروپايي هېوادونه باید د خپلو ګټو د ساتنې لپاره پر ځان بسیا شي25 اپریل 2026
د امریکا جګړې وزیر، پېټ هېګسېټ: د امریکا له خوا پیل شوې سمندري کلابندي به نړۍواله بڼه واخلي24 اپریل 2026