
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه ویلي، چې امریکا باید بیا اوکراین ته وسلې واستوي، تر څو وکولای شي د خپل ځان دفاع وکړي.
دا څرګندونې هغه مهال وشوې، چې څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی و، چې ځینې وسلې د زېرمو د کمښت له امله اوکراین ته مستقیما نه استول کېږي.
خو ټرمپ پرېکړه کړې، چې د دفاعي وسلو مرستې بېرته پیل شي او دغه هوايي دفاعي توکو کې «پیټریاټ» توغندي شامل دي.
په ورته مهال د اوکراین ولسمشر زيلينسکي هم د روسیې له زياتېدونکي پرمختګ خبرداری ورکړی او له امريکا او متحدينو یې غوښتي چې له مرستو لاس وانخلي.