شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp سپینې ماڼۍ د پاکستاني رسنيو هغه راپورونه په کلکه رد کړل، چې ګواکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري چې په سپټمبر مياشت کې اسلام اباد ته سفر وکړي.پاکستاني رسنيو پرون ورځ راپورونه ورکړي و، چې ټرمپ به د روان کال سپټمبر مياشت کې لومړی پاکستان او له هغه وروسته به هند ته ولاړ شي.د يادو راپورونو په اړه د سپینې ماڼۍ یوه لوړ پوړي چارواکي ويلي:«پاکستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر نه دی پلان شوی.»ياده دې وي، چې وروستی امریکایي ولسمشر چې پاکستان ته یې سفر کړی و، جورج ډبلیو بوش و، چې په ۲۰۰۶ کال کې راغلی و.
فرانسه کې د ژوند ورځنيو لګښتونو د لوړېډو پر ضد پيل شوي پراخ لاريونونه په تاوتريخوالي اوښتي18 اکتوبر 2026
د هسپانیې لومړي وزير ويلي د ايران جګړې اروپایانو ته له ۱۰۰ ميليارده يورو ډېر زيان اړولی17 اکتوبر 2026