
د صهیونیستي رژیم «خدشوت بزمان» رسنۍ راپور ورکړی، چې د غزې تړانګې په شمال جبالیا سیمه کې د صهیونیستي پوځیانو پر زغرهوال ټانک د فلسطیني مقاومت ځواکونو په برید کې څلور صهیونیستي پوځيان وژل شوي.
د راپورونو لهمخې، د فلسطیني مقاومت ځواکونو په برید کې یاد ټانک اور اخیستی، چې له امله یې یو شمېر پوځیان ټپیان شوي هم دي.