Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»احمدشاه مسعود او د جعلي څېري تر شا یې د لوټمارۍ پرته کیسه!
    تورې څېرې

    احمدشاه مسعود او د جعلي څېري تر شا یې د لوټمارۍ پرته کیسه!

    صابر افغانصابر افغان9 سپتمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سپټمبر د یوولسمې نیټې د پېښو تر رامنځ ته کېدو دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې یوه مهمه پېښه وشوه چې هېوادوالو ته یې ځانګړی ارزښت درلوده، دا پېښه د احمدشاه مسعود وژل کېدل وو. مسعود هغه جنګ‌سالار چې ځینو غولېدلو کسانو د افغانستان لپاره ژغورونکی باله، خو ډېر نور چې د هغه رښتینې څېره یې پېژندله، د هغو وینو بهوونکو جنګ‌سالارانو په ډله کې یې حساباوه چې لاسونه یې د ګڼ شمېر بې‌ ګناه انسانانو په وینو سره وو.

    خو د مسعود کیسې له نورو سره یو څه توپیر درلوده، د شل کلن اشغال په موده کې د ده پلویانو هڅه کوله چې د خیانت او ظلم داغ یې له لمنې څخه پاک کړي او پر ځای یې د یوه اتل په څېر وځلوي. د کرزي له لوري مسعود ته د «ملي اتل» لقب ورکول د همدې ناکامو هڅو یوه څرګنده بېلګه ده چې د دې بدنامې څهرې د سپینولو لپاره ترسره شوې.

    کله چې مسعود د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په نهمه ووژل شو، د هغه نوم او څهره، ډیر ژر په لويو نړۍوالو رسنیو او ځینو سیاسي محفلونو کې راپورته کړای شول او د وخت په تېرېدو سره د افغانستان د ملي اتل په توګه معرفي شو. خو دې انځور په ډیر څه کې له تاریخي واقعیتونو او د مسعود له حقیقي کړنو سره په بشپړه توګه توپیر درلوده.

    په دې لړ کې د مسعود کورنۍ، سیاسي ملګرو او نږدې کسانو دا هڅه کوله چې مسعود یوازې د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې مقاومت په چوکاټ کې وښيي؛ د افشار ړ جنایت، د مسعود د جاسوسۍ او د پنجشېر د زمرد و د لوټ په اړه چوپ وو.

    له شک پرته د دې تبلیغاتو تر شا یو لوی هدف دا و چې د مسعود تر وژل کېدو وروسته، د هغه د شبکې د غړو، په ځانګړي ډول د کورنۍ لپاره یې سیاسي او اقتصادي مشروعیت رامنځ ته شي. د تبلیغاتو په مټ او د ځینو چارواکو په ملاتړ هڅه کېده چې د خلکو په ذهنونو کې د مسعود لپاره «د پاک اتل» انځور ځای پر ځای شي.

    دې پراخو تبلیغاتو د مسعود کورنۍ ته دا زمینه برابره کړه چې د غرب له لاس پوڅې ادارې سره په دولتي چارو کې اساسي ونډه واخلي او د افغان ولس د شتمنیو د لوټ په دسترخوان کې خپل ځان ته ځای برابر کړي.

    د دې لپاره چې د مسعود حقیقي څېره وپېژندل شي، یوازې د پنجشېر د زمرد و برخلیک ته دې یو لنډ نظر واچول شي؛ هغه الهي نعمت چې د هېواد د آبادۍ پر ځای د مسعود او د هغه د نږدې کسانو جېبونه پرې ډک او شتمني یې ورسره ډیره شوه.

    د پنجشېر زمرد په کورنیو جګړو کې د مسعود د ملېشو لپاره د مالي تمویل په سرچینه بدل شوي وو. د جمهوریت پر مهال هم د غیرقانوني عوایدو د یوې لویې سرچینې په توګه د هغو کسانو په لاس کې وو چې له هر فرصت څخه یې د ملي شتمنیو د غلا او لوټ لپاره کار اخیست.

    د«پټې قیمتي ډبرې؛ د وحشت اړخ» په نوم مستند کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی، څرګنده شوې چې د مسعود نږدې کسان، لکه د هغه خوسر چې محمدګل نومېده او د مسعود شخصي ډریور و، د زمرد و بازار او بیه ټاکل یې په بشپړ ډول کنټرولول او د دې قیمتي ډبرې سوداګري یې تر لاس لاندې وه.

    محمدګل چې په ۱۹۸۰م کلونو کې یې د مسعود په امر بهر ته د زمرد و د راټولولو او لېږلو دنده ترسره کوله، د مسعود د هغو باوري خپلوانو یوه بېلګه ده چې د ملي ګټو پر ځای یې شخصي او کورنۍ ګټو ته لومړیتوب ورکاوه. کلونه وروسته راپورونه خپاره شول چې شاوخوا درې زره کانونه د ناقانونه وسلوالو ډلو، یعنې د مسعود د پلویانو په واک کې وو او د ملي شتمنیو لوټ یې ترې روان کړی و.

    په ځانګړي ډول د پاکستان او هند له لارې د افغانستان د زمرد و قاچاق هر کال شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر د مسعود کړۍ ته ګټه رسوله؛ هغه عاید چې د شل کلن اشغال پر مهال یې د کانونو وزارت د کنټرول توان نه درلوده.

    په همدې مستند کې دا حقیقت روښانه شوی چې د زمرد و کانونه یوازې د مسعود د کورنۍ په واک کې وو او له اجازې پرته یې د چا لاسرسی ورته شونی نه و. دا هغه حقایق دي چې د رسنیو او سیاسي تبلیغاتو د جوړ کړي انځور په خلاف، د مسعود بله او بدله څېره خلکو ته په ډاګه کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد اسلام‌آباد ناستې مخنيوی؛ په اړه یې د خليلزاد او د جمعیت د انشعابي ډلې همغږي او د مخالفينو درز
    راتلونکي مقاله سوریې پر دغه هېواد د اسرائیلو بريد غندلی او د خپل ملي حاکميت په دفاع یې ټينګار کړی

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    6 اکتوبر 2025

    د رباني ملت ځپونکې مبارزه او د هغه د زړورتیا دروغجن تاریخ

    27 سپتمبر 2025

    اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده

    23 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.