Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مسعود د پلویانو او لارویانو فساد او جنایتونه!
    تورې څېرې

    د مسعود د پلویانو او لارویانو فساد او جنایتونه!

    صابر افغانصابر افغان9 سپتمبر 2025څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    احمدشاه مسعود چې یو وخت د روسانو پر وړاندې د مجاهدینو د مبارزې د یوې ډلې غړی و، ډېر ژر یې له روسانو او نورو بهرنیو هېوادونو سره د اړیکو د جوړېدو، له دوی سره د مستقیمې او غیر‌مستقیمې همکارۍ له لارې وکولی شوای چې یو څه شهرت ته ورسېږي او د بهرنیو استخباراتي او نورو کړیو په مرسته، یو څه کسان پر ځان راټول کړي. له روسانو سره د شدیدې مقابلې او جګړې په اوج کې نوموړي له خپلو پلویانو سره یو ځای د کابل په شمال، پنجشېر او همدا راز د روسانو لپاره د یوې مهمې لارې سالنګ هوکړه وکړه، چې نور به هلته د مسعود تر مشرۍ لاندې کسان پر روسانو برید نه کوي او آن که د مجاهدینو نورې ډلې هم دا کار کوي، مسعود به یې مخه نیسي.

    د مسعود د دغه کار په بدل کې روسانو نوموړي او د هغه پلویانو ته یو څه مادي امتیازات ومنل او په دې سره د روسانو او مسعود اړیکې لا ډېرې نږدې شوې، تر دې چې روسانو به په اسانۍ سره په پنجشېر کې چکرونه وهل او پکې ګرځېدل، راګرځېدل. مسعود د کابل په شمال او دغه راز پروان، سالنګونو او جبل‌سراج کې هم د روسانو پر وړاندې د هر راز بریدونو مخنیوی کاوه او څو ځله یې د کابل په قره باغ، کلکان، استالف او سالنګونو کې له هغو مجاهدینو سره جګړې وکړې، چې د روسانو خلاف یې کمینونه نیول.

    د روسیې ترڅنګ مسعود تاجکستان، ایران، پاکستان، فرانسې، انګلستان او امریکايي استخباراتي ادارو سره هم نږدې اړیکې درلودې، په ده او د ده په ملګرو او پلویانو یې پانګونې کولې، تر دې چې مسعود او پلویان یې دې حد ته ورسول چې هره نادوده به یې کوله، چا یې مخه نه شوای نیولای، د نظار په نوم نظامي شورا یې جوړه کړه او د جمعیت ګوند مهم کس شو. مسعود او پلویانو یې چې ډېرې پیسې، ډېرې وسلې او بهرنی ملاتړ درلوده، د افغانستان په کورنۍ جګړه کې یو مهم او قوي اړخ و، له همدې کبله یې کسانو په زرګونه بې ګناه افغانان ووژل، شکجنه یې کړل، زنداني یې کړل او ځینې لا تر اوسه ترې‌تم دي.

    د مسعود او د هغه د پلویانو د جنایتونو شمېر ډېر دی، خو مهمې پېښې یې د کابل په افشارو سیمه کې په یوه ورځ د زرګونو هزاره هېوادوالو ډله‌ییزه وژنه، د اهل هنودو وژل، ربړول، د دوی ځمکې غصبول او دغه راز د کابل په مکروریانونو کې د خلکو د ناموسونو بې عزتي، د دوی د کورونو لوټل او دغه راز د دوی وژل دي. کله چې مسعود له صحنې لېرې کړل شو، پلویانو یې لا ډېرو وحشتونو ته مخه کړه، د امارت په تېره واکمني کې یې هم جنګي اسیران وژل، ربړول او نوکان به یې ترې ایستل. دوی د بهرنیو مرستو په بدل کې د پنجشېر قیمتي کانونه بهرنیانو ته لیلام کړي وو او هغوی به له وېرې پرته په پنجشېر کې چې څه غوښتل، کول به یې.

    تر دې ور‌هاخوا، کله چې د امریکا په مشرۍ نړۍوال ائتلاف پر افغانستان یرغل وکړ او د افغانستان اشغال ته یې ملا وتړله، د مسعود پلویانو تر ټولو لومړی د دوی مرستې ته ور ودانګل او د دوی اشغال ته یې لبیک ووایه. دوی د بهرنیانو د مستقیم یرغل په مټ کابل ته ننوتل، هلته یې پراخې غلاوې، وژنې او ربړونې وکړې، په هره کوڅه او هر سړک یې بې ګناه خلک په مرمیو وویشتل او د ظلم او ناتار یوې اوږدې دورې ته یې مخه کړه. دوی دا ځل ځکه ډېر زړور وو، چې د امریکا په مشرۍ نړۍوال خونخوار ځواکونه یې ترڅنګ ولاړ وو، د هغوی ورته د هر ډول جنایت اجازه ورکړې وه او له دوی یې دفاع کوله.

    د شل کلن اشغال پر مهال د مسعود پلویانو هڅه وکړه، چې مسعود پر خلکو د ملي اتل په نوم وتپي؛ له تپلو وروسته بیا د مسعود کورنۍ د ده په نوم د غلاوو او لوټماریو ستر فنډونه او مرستې واخیستې، په دې نوم یې بنسټونه جوړ کړل او د ده په نوم یې ستر جنایتونه وکړل، ځمکې یې غصب کړې او خلک یې په زوره د کور پرېښودو ته اړ کړل. امریکا د اشغال پر مهال د لاسپوڅي حکومت لویه برخه واک د مسعود پلویانو ته ورکړ، امنیتي ادارې یې د دوی له ملاتړو او پلویانو ډکې کړې چې له همدې کبله یې لاس لوړ و، لسګونه زره بې ګناه خلک یې تر تېغ تېر کړل، په زندانونو کې شکنجه کړل او ډېرې سخت وحشتونه او جنایتونه یې وکړل.

    د مسعود پلویانو د شل کلن اشغال په چوکاټ کې په افغانستان کې د غربي ډيموکراسۍ ترویج، د افغانستان اسلامي او داخلي ارزښتونو د محوې، د شرابو، قیمار، ظلم، غصب، وژنې، اختطاف او ټوپک‌سالارۍ لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې او دا ټول ناوړه دودونه یې تر یوې کچې ترویج کړل چې بیا به یې له همدې لارې ډېرې پیسې هم ترلاسه کولې. د مسعود په نامه ورځ یې رسمي رخصتیو ته ور زیاته کړه، په دې ورځ (سنبلې ۱۸مه) به په کابل او نورو ښارونو کې ستر ګډوډی روان و، په رڼا ورځ به هټۍ لوټل کېدې، چور کېدې او د سړک په سر به بې ګناه خلک په ډزول وژل کېدل. تر دې ور‌هاخوا د مسعود پلویانو په افغانستان کې د ننه او بهر دومره مالي او اخلاقي فسادونه وکړل چې په تاریخ کې یې ساری کم لیدل کېږي.

    افغانستان او افغانان نن ورځ د دوی په نشتون کې د ارام ساه اخلي، هرڅه طبیعي حالت ته را‌ګرځېدلي، نه څوک د چا ځمکه غصب کولی شي، نه یې اختطاف کولی شي، نه ترې باج اخیستلی شي او نه هم په زوره زندان او شکجنو ته وړل کېږي. د مسعود ملاتړي او پلویانو اوس په غربي هېوادونو کې مېشت دي او هره ورځ هڅه کوي چې د فتنو او شرارتونو له لارې په افغانستان کې هغه ورځې بیا راولي، خو دا ځل نه ورته ولس د دغه کار اجازه ورکوي او نه هم د دوی لپاره د هغه دوران راوستلو په پار د پښې اېښودو اجازه شته.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد حماس مشرتابه پلاوی د صهیونیستي رژیم له بريد روغ وتلی
    راتلونکي مقاله د اسلام آباد غونډه؛ خپل‌منځي اختلافاتو مقاومت شوری پاشل کېدو ته نږدې کړې

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    6 اکتوبر 2025

    د رباني ملت ځپونکې مبارزه او د هغه د زړورتیا دروغجن تاریخ

    27 سپتمبر 2025

    اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده

    23 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 9 اکتوبر 2025

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ‏د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ګډو همکاریو پروتوکول لاسلیک شو

    9 اکتوبر 2025

    پر سیاسي شنونکي سلیم پیګیر د برید په تړاو یو تن نیول شوی

    9 اکتوبر 2025

    فراه پوهنتون کې پر پنځوس جريبه ځمکه د څېړنيز فارم جوړېدو چارې پيل شوې

    9 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،043 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.