
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلی نبنزیا ویلي، چې هېواد یې پر قطر د صهیونیستي رژیم برید په کلکو ټکو غندي او په خبره یې د صهیونیستي رژیم دا تېری به د سیمې هېوادونو لپاره بدې پایلې ولري.
نوموړي ویلي، چې قطر په غزه کې د روانې وینې بهېدنې د پای ته رسولو لپاره مهم منځګړی دی او په دې برخه کې یې نهستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي.
هغه ویلي، چې د صهیونیستي رژیم برید دوحه کې د منځګړو روانې هڅې هدف وګرځولې، چې دا به حتمي بدې پایلې له ځانه سره ولري.
نوموړي له یاد رژیم غوښتي، چې له خپلو تیری کوونکو اقداماتو لاس په سر شي او هغه څه یې چې په قطر کې ترسره کړي تصادف نه؛ بلکې پلان شوی او څو بعدي کار و.