شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنګر له خپل افغان سیال مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې کابل کې خپل ډيپلوماټیک حضور د سفارت کچې ته لوړوي.نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد يې په بشپړه توګه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ ته درناوی لري.اېس جي شنګر وړاندې ډاډ ورکړ، چې نوی ډیلی افغانستان کې خپلې پخوانۍ نیمګړې پروژې له سره پیلوي او په نورو برخو کې کې هم شپږ نوې پروژې پلې کوي.د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د کابل او ډیلي ترمنځ الوتنې هم ډېروي.
د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال، ملا محمد فاضل مظلوم: د منسوبینو ښوونه او روزنه د ملي دفاع وزارت له لومړیتوبونو څخه ده3 فبروري 2026