Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د نقاب تر شا پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه
    تورې څېرې

    د نقاب تر شا پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    صابر افغانصابر افغان14 اکتوبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    اتمه برخه

    د دښت لیلې د خونړي جنایت ظلم او وحشت دومره لوی دی چې په یوه برخه کې یې تشریح ناشونې ده. له همدې کبله مو وغوښتل چې د دې لړۍ په دوام د هغه چا ترخې خاطرې هم را واخلو، چې په خپله یې دا دردوونکی جنایت له نږدې لیدلی او د مرګ له منګولو ژوندی راوتی دی.

    د پېښې یو عیني شاهد، د دوستم او د هغه د څنګلورو له خیانت وروسته خپله کیسه داسې بیانوي: د ۱۴۲۲ هجري قمري کال د روژې مبارکې میاشتې په اتمه شپه، د ماښام د لمانځه پر مهال له مزار شریف ښار څخه د بلخ ولسوالۍ په لوري د د زیني‌ کلا سیمې ته یووړل شوو.

    هلته یې ټول هغه اسیران ښکته کړل چې د کندز ولایت د یرګنک له سیمې راوستل شوي وو. په دې ځای کې په درنو باروړونکو موټرو بار اوږده کانټینرونه له وړاندې زموږ د انتظار په حالت کې ولاړ وو.

    بندیان یې په دوه ـ درې موټرو او یوازې په یوه یوه کانټینر کې اچول. کله چې بندیان ټول دننه شول او دروازې وتړل شوې، ناڅاپه هوا بنده شوه، د تنفس ستونزه پیدا شوه او د اکسیجن د کمښت له امله بندیانو ژړاوې او فریادونه وکړل.

    ما هڅه وکړه چې د هغوی روحیه لوړه وساتم، د هغو درې کسانو کیسه مې پیل کړه چې پر یوه لاره روان وو، باران شروع شو او دوی یوه غار ته پناه یووړه، ناڅاپه یوې لویې ډبرې د غار خوله بنده کړه، هغوی یو بل ته وویل: «راځئ خپل، خپل کړي اعمال وګورو، هر هغه عمل چې د الله د رضا لپاره مو کړی، د شفیع په توګه وړاندې کړو، ترڅو الله تعالی مو د کړو نېکو اعمالو په برکت له دې ناورین خلاص کړي».

    وروسته هر یوه خپل خالص اعمال بیانول، الله تعالی د همدې عملونو په برکت او خپلو ځواکونو سره هغه ډبره د غار له خولې لیرې کړه. ما چې دا کیسه پیل کړه، دوې درې خبرې به مې کړې وې چې په ځان پوه نشوم او بې هوښه شوم.

    بله ورځ پر ۱۱ بجې په هوښ راغلم، لا هم دننه په کانټینر کې وم، بندیان یو پر بل انبار پراته وو؛ ځینې شهیدان شوي وو، ځینې د ساه ورکولو په حالت کې وو او ځینو د ساه‌ تنګۍ له امله خپل کمیسونه ایستلي وو.

    په کانټینر کې د ننه بندیانو سخت تږي وو، د ګرمۍ له امله د کانټینر له دېوالونو خوله بهېده، ژونديو پاتې بندیانو به هماغه خوله په ژبه څټله، ترڅو لږه تنده یې ورباندې ماته شي. داسې ښکارېدل چې موټر خپل منزل ته رسېدلی وو، ځکه د اوږدې مودې لپاره همالته درول شوي وو، چې که کوم څوک ژوندی پاتې وي، هغه هم مړه شي. د ماسپښين پر شاوخوا درې بجې کانټینر زندان ته ولېږدول شول او دروازه یې خلاصه کړه.

    له ټولو بندیانو څخه زما په ګډون یوازې ۱۵ تنه ژوندی راووتل، هغه هم په داسې حالت کې چې د تګ توان مو نه درلوده. لږ اوبه یې راکړې او بیا یې زندان ته یووړو، هلته له وړاندې ډېر نور بندیان هم موجود وو چې له ورته برخلیک سره مخ شوي وو. کانټینرونه یې له شهیدانو ډک بېرون ته وایستل.

    وروسته خبر شوو چې شهیدان یې دشت لیلې ته وړي او هلته یې په ټولیزو قبرونو کې تر خاورو لاندې کړي وو. د یادونې وړ ده چې یوازې زموږ د ډلې له ۳۷ کسانو څخه، ۱۸ تنه شهیدان شول.

    خو دښت لیلې د کیسې پای نه‌ و؛ بلکې دا د هغو کسانو لپاره چې ژوندي پاتې شول، د یوې بلې مرحلې پیل و. دوستم او د هغه ملګرو له دې جنایت وروسته پاتې بندیانو ته سختې ظالمانه بدني او روحي شکنجې ورکړې.

    په دې ظالمانه جنایت د لا ښه پوهېدو لپاره د یوه بل هغه کس ترخه خاطره بیانوو چې د زندان د دې پنجرو تر شا یې وخت تېر کړی. وایي په ۱۴۲۲/۹/۹ هـ.ق (۱۳۸۰/۹/۴ هـ.ش) نېټه د شبرغان زندان ته یووړل شوو.

    هغه مجاهدین چې د کانټینرونو له جنایت ژوندي راوتلي وو، په زندان کې یې له سختو کړاوونو ډک ژوند پیل کړ. تر ټولو سخته ستونزه یې لوږه وه. څلور ورځې وروسته یې د بندیانو لپاره د خوړو د ورکړې اندک ترتیب پیل کړ.

    د زندان خونې چې د لسو کسانو لپاره جوړې شوې وې، اوس تر ۸۰ کسانو پورې اسیران پکې اوسېدل. ټولو ته په یوه تشت یا لګن کې وریجې ورکول کېدې تر څو په خپل منځ کې یې ووېشي.

    په لومړیو ورځو کې یې وریجې په لاسونو وېشلې او بندیانو به لاسونه څټل. تر شلو ورځو پورې مو لاسونه ونشو مینځلی او لمونځ مو په تیمم کاوه. تر خوشي کېدو پورې ډېر کسان دومره کمزورې شول چې له ناستې ولاړې وغورځېدل.

    د کمزورۍ په وجه مو ډېر لمونځونه په ناسته ادا کول. یوه ورځ د لمانځه پر مهال د لوږې له امله بې‌هوشه شوم، سترګې مې تورې شوې. د ډېرو بندیانو غاښونه ښورېدل، پښې یې فلج شوې وې، وینه یې کمه او نیم وزن یې له لاسه ورکړی و. سربېره پر دې، له لسګونو نورو روغتیایي ستونزو سره هم لاس او ګرېوان شول.

    که د دې دردناکو کیسو په اړه لږ ژور فکر وکړو، و به وینو چې دوستم او د هغه د فکر ملګري، سره له دې چې ځانونو ته یې د «مجاهد» نوم ورکاوه او د جهاد نغاره یې وهله، د جهاد اصلي موخه‌ یعني د مظلوم ملاتړ‌ یې پرېښود او تر ټولو ناوړه ممکنه جنایتونه‌ یې ترسره کړل.

    دا کوم ډول اسلامیت او انسانیت و چې پر خیانت سربېره یې د اسیرانو لږ انساني حقونه هم نه‌ مراعتول او له هغوی سره یې تر حیواناتو هم بد چلند کاوه؟ په داسې حال کې چې اسیران هم د همدې خاورې بچیان، مسلمانان او افغانان وو.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد کابل او نوي ډیلي تر منځ د مشترکې سوداګریزې کمېټې پر جوړولو هوکړه وشوه
    راتلونکي مقاله پهٔ چین کې د افغانستان لوی سفیر او فوق العاده استازی مولوي بلال کریمي: تر څو په پاکستان کې حاکمه شریره حلقه مهار نه کړل شي، په سیمه کې ثبات نه شي راتلای

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    6 اکتوبر 2025

    د رباني ملت ځپونکې مبارزه او د هغه د زړورتیا دروغجن تاریخ

    27 سپتمبر 2025

    اسماعیل خان او نږدې کړۍ یې د له‌ منځه‌ تګ له جدي ګواښ سره مخ ده

    23 سپتمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 21 اکتوبر 2025

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    کالکالیسټ اسرائيلي ورځپاڼه چې په اقتصادي مسایلو خپرونې کوي، په يوه اقتصادي راپور کې ويلي،…

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په یو کمین برید کې د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک کړي

    21 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائيل له سخت اقتصادي او سمندري بحران سره مخ دی

    21 اکتوبر 2025

    د روسیې د بهرنيو استخباراتو د ادارې مشر سرګئي ناريشکن: ناټو د روسیې پر وړاندې د جګړې لپاره په بشپړ چمتووالي بوخته ده

    21 اکتوبر 2025

    بي‌اېل‌اېف: وسله‌والو یې په یو کمین برید کې د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک کړي

    21 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،067 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،002 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،054 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.