لیکوال: سمیع الله حلیم
د افغانستان د ارضي تمامیت او استقلال په اړه بحثونه تل تر ملي یووالي پورې تړلي دي. په اوسني وخت کې د ټول افغانستان جغرافیه د یوه مرکزي حکومت له لوري اداره کېږي، دا حکومت پر ټوله جغرافیه کامله او هر اړخیزه سلطه لري، چې په نتیجه کې یې ملي وحدت او خپلواکي هم تأمین کړي. د نوي افغان حکومت د هڅو په پایله کې ملي یووالی رامنځته شوی دی، خو بېلابیلې نیابتي او هېواد ضد ډلې غواړي چې د شایعاتو او تبلیغاتو په نتیجه کې د افغانانو ملي یووالی له منځه یوسي او د ارضي تمامیت نقض ته لار هواره کړي.
د افغان حکومت مخالفې ډلې چې ځانونه د وطن اصلي خواخوږي معرفي کوي، په غربي او اروپایي هېوادونو کې مېشت دي، خپلې کورنۍ، اولادونه او شتمنۍ یې له ځان سره لېږدولي دي، خو بیا هم د مادي ګټو او واک بیرته ترلاسه کولو لپاره د افغانانو تر منځ د نفرت تخم شيندي. د څو پیسو لپاره پر هېواد هم معامله کوي. د دوی هر پلان او اجنډا د دښمنانو په ګټه دي.
د مخالفو ډلو او ټپلو مشران یو خوا د رسنیو له لارې د افغانستان د ارضي تمامیت د ساتنې په اړه ټټر ټکوي، خو په ورته وخت کې بیا له دښمنو هېوادونو د مالي او پوځي مرستې غوښتنه کوي او غواړي په افغانستان کې د ملي یووالي په له منځه وړلو سره افغانستان د یو بل اشغالګر تر پښو لاندې کړي.
هغه مهال چې په افغانستان کې جمهوریت حاکم و، افغانستان د لویو قدرتونو د سیاسي لوبو مرکز ګرځېدلی و. د مؤمنو او مجاهدو ملتونو د له منځه وړلو لپاره چې به هره نوې فارموله د غربي هېوادونو د سیاسي مرکزونو او سیاستوالو له لوري جوړه شوه، لومړی به یې په افغانستان کې وازمویل.
غربيانو د خپلو شومو سیاستونو په نتیجه کې ټوله اسلامي نړۍ ټوټې، ټوټې کړې او لا هم په دغه چاره بوخت دي. دوی د مسلمانو ملتونو په منځ کې د نیابتي ډلو په توسط یووالی له منځه وړي، په کومو ملتونو کې چې یووالی له منځه لاړ شي، هلته بیا هر څوک نفوذ کولی شي، هر څوک خپلې فارمولې پرې ازمویي او حاکمیت یې نقضوي.
د افغانانو د ملي یووالي په له منځه وړلو کې، تېر شل کاله د اشغالګرو له خوا د ارضي تمامیت نقض او د مختلفو نیابتي جنګ سالارانو شتون ډیر رول درلوده. هغه مهال افغانستان پر شمال او جنوب وېشل کېده، چا له افغان هویت انکار کاوه او چا د افغانستان په مختلفو هېوادونو د وېشلو غږ اوچت کړی و، چې په رأس کې یې همدا جنګ سالارانو شتون درلوده، کوم چې اوس هم د افغانستان په خلاف دسیسې جوړوي.
هېره دې نه وي چې د افغانستان په تېرو څو لسیزو حکومتونو کې، یوازینی اسلامي امارت و/ دی، چې هم یې د لومړي حاکمیت او هم یې د دې وروستي حاکمیت په ترلاسه کولو سره هېواد له پاشلتیا ژغورلی، ملي یووالی یې تأمین، هېواد یې له تجزیې، نفرتونو، جګړې او زورواکو خلاص کړی او په همدې سره یې د هېواد استقلال او ارضي تمامیت هم ساتلي دي. همدا د افغان ملت واقعي دریځ او موقف هم دی، نو ځکه خو به دا حاکمیت بریالي ګامونه اخلي او په وړاندې به یې د افغانستان د هرې دښمنې ډلې دسیسې ناکامه کېږي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


