Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»په څلورو کلونو کې د سیاسي ګوندونو د پاشلتیا لړۍ؛ جنبش ګوند هم د تجزیې ښکار شو
    لیکني

    په څلورو کلونو کې د سیاسي ګوندونو د پاشلتیا لړۍ؛ جنبش ګوند هم د تجزیې ښکار شو

    صابر افغانصابر افغان8 نوومبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان اوسني حکومت د خلکو د ملاتړ په ترلاسه کولو او د واک د تثبیت په مټ، د هېواد سیاسي فضا په ډېر ښه ډول کنټرول کړې ده، تر دې چې د حکومت مخالف ګوندونه او مخالفې سیاسي ډلې له صحنې څنډې ته شوې او آن د ړنګېدو تر بریده رسېدلې دي.

    د جمهوریت له پرځېدو وروسته، د حکومت مخالفو ګوندونو د یو موټی کېدو هڅې وکړې، خو په تېرو څلورو کلونو کې واقعیتونه د دې برعکس ثابت شوه، نه یوازې دا چې ترمنځ یې یووالی رامنځ ته نه شو، بلکې خپل‌منځي پاشلتیا، تجزیه، نفاق او سیالۍ یې نور هم اوج ته ورسېدلې.

    د جمعیت ګوند، مقاومت جبهه او اوس جنبش ګوند، هر یو د خپلو داخلي اختلافاتو قرباني شوي دي؛ هغه څه چې د دې ډلو د جوړښتي کمزورتیا او د سیاسي ظرفیت د نه شتون څرګندونه کوي.

    په تازه پېښه کې د جنبش ګوند مرستیال نظام الدین قیصاري، پرته له دې چې له جنرال دوستم سره همغږي وکړي، ځان د ګوند مشر اعلان او نوی جوړښت یې رامنځ ته کړی، د ګوند لپاره یې خپل ویاند هم ټاکلی او معرفي کړی دی.

    دې اقدام نه یوازې د دوستم د مشرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی، بلکې په خپله د جنبش ګوند دننه د واک د ناورین څرګندونه هم کوي.

    قیصاري په خپلو څرګندونو کې دوستم او عطا محمد نور «د شمال مافیا» بللي دي، هغه اصطلاح چې د مالي اختلافاتو، شخصي سیالیو او ژورې بې‌ باورۍ له منځه را ولاړه شوې ده.

    له هېواد څخه دباندې د ځینو رهبرانو اشرافي او مرفع ژوند د خلکو او دوی تر منځ ژور واټن او درز رامنځ ته کړی، دا درز د لا ډېرې پاشلتیا او اختلافاتو لامل ګرځېدلی دی.

    په یو بل شکونه، د خیانت وېره او د بهرني ملاتړ د لاسته راوړلو سیالۍ، د دې ګوندونو د همکارۍ فضا د یو بل په تخریب بدله کړې ده.

    دا نوې جوړې شوې ډلې او ټپلې نه د خلکو د را ټولولو ځواک لري او نه منظمه سیاسي تګلاره ورسره شته؛ یوازینۍ وسیله یې ټولنیزې رسنۍ، تش او پوچ شعارونه دي.

    د دې پاشلتیا او کمزورۍ په وړاندې د افغانستان اوسني حکومت د خپل قدرت ټینګښت ثابت کړی. افغان حکومت توانېدلی چې د هېواد سیاسي فضا یو لاس کړي او د هر ډول اعتراض ته په اسانۍ سره ځواب ووایي او قناعت ورکړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليل‌زاد: ښايي د پاکستان پوځ په مشرتابه، واکونو او قانوني موقف کې پراخ بدلون راوستل شي
    راتلونکي مقاله له پاکستاني پوځي رژیم سره همغږی نظر؛ نور الرحمن اخلاقي وايي، د پاکستان – افغانستان تر منځ ستونزې نا‌علاجه دي

    مربوطه لیکنې

    مقاومت جبهه؛ پر افغان ولس د بندیزونو ملاتړې ډله

    17 نوومبر 2025

    هېواد چا د پردیو ګټو قرباني کړ؟

    16 نوومبر 2025

    د سوداګریز پرېکون اقتصادي شننه!

    15 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 19 نوومبر 2025

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    صراف، اختر محمد خان بادیزی وایي، د تېرې شنبې په ورځ امنیتي ځواکونو له خوا…

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025

    د روسیې ولسمشر کرملین ماڼۍ کې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    19 نوومبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صراف اختر محمد خان بادیزی: د مغرضه اشخاصو له خوا خپره شوې اوازه، چې ګواکې زه شکنجه شوی یم حقیقت نه‌لري

    19 نوومبر 2025

    د پنجشېر والي، حافظ محمد اغا حکیم: پرځول شوي جمهوریت روږدي پر خپل حال پريښي وو؛ خو افغان حکومت په ځانکړو مرکزونو کې تر درملنې لاندې ونیول

    19 نوومبر 2025

    د روسیې ولسمشر کرملین ماڼۍ کې د هندوستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

    19 نوومبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،085 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،024 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،077 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.