افغانستان د استقلال او له اشغال او استعمار څخه د زړورې آزادۍ او په خونړي جنګي ډګر کې د امریکا او ناټو له مقتدرانه ماتې وروسته، اوس دا فرصت موندلی چې په ماهرانه او هنرمندانه توګه د پرمختګ او سوکالۍ په لور ګامونه واخلي او په آسیایي او بالاخره نړۍوالو سیالیو کې د بریالیتوب لاره ومومي. د دې صابر او غیرتمن ملت حق تر دې زیات دی او په دې وروستیو سوله اییزو او ارامه کلونو کې، د دې وخت را رسېدلی چې خپله ښکلا او کمال په ټولو برخو او بېلابېلو ډګرونو لکه ورزش کې وښیي او خپل ځواک ثابت کړي.
په بحرین کې د اوولس کلنو، کم عمره فوټسال سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټل، په دې کلونو کې د بریالیتوب یوه نښه ده چې خلکو د وطن په ګرم او ارام مرکز کې فرصت وموند چې په ښکلې نړۍ کې وځلېږي او په مهارت سره هنرنمایي وکړي. د ځوانانو دا بریا یوازې د دې هېواد د تنکیو ځوانانو د ډیرو استعدادونو یوه برخه ده چې تر اوسه کشف شوې نه وه او د هېواد او ملت لپاره یې د خوښۍ او خوشحالۍ محصول راوړی دی.
له شکه پرته چې دا ستره بریا او تل پاته ویاړ د هر یوه هېوادوال برخه ده او ټول په یوه اندازه په دې کې رول او برخه لري او له زړه څخه خوشحاله او ښاد دي. په هوایي ډګر او عمومي سړکونو کې د اوولس کلنو، د کم عمره فوټسال ټیم د لوبغاړو او کارکوونکو څخه د خلکو پراخ استقبال، د کورنیو چارو له وزیر سره یې لیدنه او په پکتیا او خوست ولایتونو کې د هغوی حضور، د دې ملت د یووالي، همغږۍ او ځواک ښودنه وه؛ یو داسې انځور چې د اشغال په تېرو کلونو کې بې رنګه شوی او له شو لوېدلی و، خو ویرې او وحشت یې ځای نیولی و.
د تل په څېر، تښتېدلي مخالفین او ظاهراً ښه خو په باطن کې بد خلک، داسې ښکاري چې د تزویر او تشویش تر شا، جګړې ته را پورته شوي دي او د دې ورزش د بریالیو کسانو د تشویق او ترغیب او د ملت له ښادۍ او د دې اتلانو د استقبال په مراسمو کې د خلکو له حضور څخه، د خوښۍ پر ځای برعکس د خلکو ور وتل یو ډول مدني مقاومت وښيي، چې ګواکې د بند او حصار تور جادو او سحر یې مات کړي دي؛ یو داسې ساده لوحانه او مذبوحانه تصور چې حتی عادي انسانان هم د دې مغرضانه تفسیر له بې بنیاد والي څخه کرکه لري او دا یې بدبیني، ګډوډي او تحریک بلل کېږي.
دا مزدور، تښتېدلي، کورني دښمنان او منافقین، هر څومره چې د دې ډول تفرقه اچوونکو او یووالي ماتوونکو مسلو ته لمن وهي او د ملت په سترګو کې د تېز اغزي په څېر ننوځي، تر هرڅه دمخه، په خپلو ریښو تبر وهي او د خپل جهالت او بې شرمۍ ژوروالی ښیي. پر هېڅچا پټه نه ده چې ټول هېوادوال، که په دننه او که په بهر کې دي، دا بریا یې د ځان لپاره یو ستر بریالیتوب بللی او له لرې او نږدې یې جشن ونیو او په دې خوښۍ کې یې خپله ونډه واخیسته.
ترڅنګ یې، په ورزشي ډګرونو کې د دې هېواد د تنکیو ځوانانو حضور او په سیالیو کې ګډون، د سرو زرو او سپینو زرو مډالونو ګټل، د هېواد د ورزشکارانو څخه د حکومت ملاتړ او د ملت او دولت په ملاتړ د ورزشکارانو پیاوړتیا ښیي، چې دوی به وهڅوي څو د دې هېواد او ملت لپاره نور مډالونه وګټي او د خوښیو مجلسونه نور هم وغځوي.
د دې بریا یو له سترو لاسته راوړنو څخه، د ملت د یووالي پیاوړتیا او د تعصب، نژاد پرستۍ او قوم پرستۍ پر وهمي مفکورو د بطلان خط کشول وو؛ ځکه په دې خوښۍ کې نه قوم مطرح و، نه د تعصب خبر و او نه یوازې د یوې سیمې او ناحیې استقبال ته راتلل، بلکې ټول یو تن، په یوه زړه او په جوش سره استقبال ته راغلل او تر دې زیات، د هر ولایت خلکو د هغو بریالیو ځوانانو استقبال وکړ.
که یوه بصیرت لرونکې سترګه او اورېدونکی غوږ وي او رسنۍ تعقیب کړي، له دې ټولو کیسو څخه به د یووالي او اخوت درس واخلي، نه د مقاومت او مبارزې درس. د زړونو همغږي به وویني نه د مقاومت لیکې. د خوښۍ ښه بوی به تنفس کړي نه د تفرقې بد بوی. د خوښۍ خندا به وویني نه د کرکې قهر.
خو له بده مرغه، یو شمېر ځان پلورونکي او تښتېدلي مخالفین، د تل په څېر، له لرې ځایونو او د دښمن په لمن کې، لا هم د افغانستان د اتل ملت د خوښۍ صحنې لیدلو زغم نه لري او په هرې زړې او فرسوده رسۍ پورته کېږي، ترڅو حتی د دولت او ملت له قوتونو او بریالیتوبونو څخه، د ضعف او ماتې نښې ومومي او برجسته یې کړي؛ خو نن ورځ او د اوسني حکومت تر سیوري لاندې، خلک دومره بیدارۍ، هوښیارۍ، حتی پوهې او واقعیت لیدنې ته رسېدلي چې نور یې غوږونه له دې خبرو او تورونو څخه ډک دي، نور نه متأثره کېږي او په بې بنسټه ادعاوو سره په وجد او جذبه نه راځي.
تښتیدلي مخالفین تر پخوا زیات، په دې ډول بې بنسټه څرګندونو او ناکامو هڅو سره، خپل ځانونه نور هم ماتې خوړلي ښیي او هره ورځ د دې ملت سره له خپلې دښمنۍ او کینې بله پرده پورته کوي.
خدای دې وکړي چې نوي استعدادونه کشف او ملاتړ یې وشي، د دې هېواد لپاره نورې بریاوې ترلاسه کړي او هره ورځ په دې لوی کور کې د خوښۍ، همغږۍ او یووالي شاهدان واوسو او په نړۍواله کچه په بې شمېره بریالیتوبونو سره وځلېږو او کورني او بهرني دښمنان په خپلو بې شمېره بریاوو سره مات کړو.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


