
د هندوکش غږ سرچينې وايي، چې پاکستاني طالبانو نن ورځ غرمه مهال، د يوه هدفي برید په ترڅ کې د خيبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په پيپيل داؤد شاه سیمه کې د پاکستان پوځي رژيم د سرحدي ځواک دوه عسکر نيولي دي.
سرچينې وايي، عسکر د راج ولي او عظمت خان په نومونو و، چې له نيول کیدو وروسته خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

