Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»Blog»د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو
    Blog

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو

    عمران آغاعمران آغا5 دسمبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هند د سفر پر مهال «اینډیا ټوډی» تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې، د افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و او اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري او په خبره یې دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ومنل شي.

    پوتين همدا راز زياته کړې «که غواړو په دې هېواد کې روانو پیښو باندې اغېز ولرو، باید د دې هېواد له اوسنۍ رهبرۍ سره اړیکه ولرو، همدا کار چې موږ یې اوس ترسره کوو.»

    د نوموړي په وينا له افغان حکومت سره د اړیکو ساتل د افغانستان په تحولاتو باندې د اغېزې کولو لپاره حیاتي مساله ده.

    هغه زياته کړې، چې دا هېواد اوس د «طالبانو» تر کنټرول لاندې دی او هیڅ هېواد نه شي کولی چې پرته له دې چې د کابل له اوسنۍ رهبرۍ سره اړیکې ولري، په دې هېواد کې د پیښو پر تحولاتو اغېز ولري یا یې هم وساتي.

    پوتین همدا راز له نشه يي توکو سره هم د افغان حکومت مبارزه ستايلې او په وينا نشه یي توکو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

    هغه زیاته کړې «افغان چارواکو د تریاکو تولید د پام وړ کم کړی دی او په فعاله توګه د خپلو سرحدونو دننه د مخدره توکو له ګواښونو سره مبارزه کوي.»

    ياده دې وي، چې روسيه دا مهال په نړۍ کې يواځينی هېواد دی، چې افغان حکومت یې په رسميت پېژندلی دی.

    مخکینۍ مقالهتېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي
    راتلونکي مقاله بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    مربوطه لیکنې

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    بلخ کې راستنو شویو ۲۲۰۰ کډوالو کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

    25 جنوري 2026

    آتش‌سوزی در شهر کراچی پاکستان نزدیک به ۱۲۰۰ دکان را طعمه حریق کرد

    19 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.