Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغانستان د تجزیې پر سر د غني او ضياء اختلاف؛ واقعیت څه دی؟
    تورې څېرې

    د افغانستان د تجزیې پر سر د غني او ضياء اختلاف؛ واقعیت څه دی؟

    صابر افغانصابر افغان8 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو میاشتو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په شدت ترینګلې شوې دي، په رسنیزه او مجازي نړۍ کې د هېواد د ثبات او روانو حالاتو د پایلو په تړاو بحثونه ګرم شوي. له پرځېدلي جمهوریت سره تړلي ځینې کسان او غرب ته نږدې کړۍ، اوسنی وضعیت داسې تحلیلوي چې ګواکې افغانستان له جدي بدلونونو او د تجزیې له ممکنه ګواښ سره مخ دی.

    په دې لړ کې د پرځېدلي جمهوریت مشر اشرف غني په خپله وروستۍ وینا کې ادعا کړې چې افغانستان د «تجزیې له جدي ګواښ» سره مخ دی. دا خبره داسې مهال کېږي چې د پخوانیو دورو په خلاف او د شته واقعیتونو له مخې، په اوسني حالت کې د هېواد ټولې برخې د یوه واحد نظام تر بشپړ واک او مدیریت لاندې دي او هېڅ یوه ډله هم په هېواد کې د ننه د پښې ایښودلو ځای نلري.

    بل لوري ته یاسین ضیاء چې د «آزادۍ جبهې» مشري کوي، د غني ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د دوی هدف وېش نه، بلکې «آزادي» ده.

    که د دې دواړو کسانو دریځونه د هېواد له اوسني وضعیت او رښتینو شرایطو سره پرتله کړو، په څرګند ډول ښکاري چې د دوی خبرې د عملي واقعیتونو پر ځای، په خیالي نړۍ کې له ناسمو شخصي ذهنیتونو او محاسباتو څخه راوتلې دي.

    ځکه نننی افغانستان د جمهوریت د دورې برعکس، له جغرافیایي او اداري اړخه یو موټی او منسجم دی. د جمهوریت پر مهال آن په کابل کې څو زورواکي او ناقانونه وسله‌وال د ښار پر بېلابېلو سیمو واکمن وو؛ د کابل له لوېدیځ تر پغمان، څرخي پله او ختیځو سیمو پورې واکمن پاشلي حالت، هېواد په یو لړزاند حالت کې ښکېل کړی و او د تجزیې لاره یې ورته هواروله.

    خو له ۲۰۲۱ زېږدیز کال وروسته، چې پخوانی ګډوډ او پاشلی جوړښت پای ته ورسېد او هېواد له خطرناکې تجزیې وژغورل شو، له کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د هېواد ټول ولایتونه او ښارونه د یوه واحد نظام تر توغ لاندې راغله.

    اوسني حکومت داسې حالت رامنځته کړی چې د ملت هر وګړی دا احساسوي، چې هر ولایت او هره سیمه د ټولو افغانانو شریک ملکیت دی. خلک له هر ډول قومي، ګوندي او سیمه‌ییزو توپیرونو پرته، د هېواد په هر ګوټ کې په ډاډه زړه ګرځي، له پاکې او آزادې فضاء څخه یې د ورورولۍ، آرام، یووالي او همدلۍ خوند اخلي.

    په داسې حالت کې د ژر تر ژره پېښېدونکې تجزیې ادعاوې د هېواد له سیاسي او میداني واقعیتونو سره هېڅ اړخ نه لګوي. ځینې هغه ډلې چې له هېواد څخه بهر د «آزادۍ» لپاره د مبارزې چیغې وهي، په تېرو شلو کلونو کې یې د بهرنیو ځواکونو د اشغال تر سیوري لاندې کار کړی او له بهرنیو کړیو او لوبغاړو سره د دوی سیاسي او مالي تړاو هر چا ته روښانه دی. دا ډلې ټپلې اوسنی نظام د خپلو پخوانيو ګټو او نفوذ په ضد ګڼي، ځکه خو هڅه کوي چې اوسنی حالت ناورین جوړوونکی وښيي.

    واقعیت دا دی چې دغه ډلې او اشخاص چې د آزادۍ شعارونه ورکوي (ادعاوې یې تر ځواک څو چنده لویې دي)، خو په اصل کې نه د آزادۍ ظرفیت لري او نه ولسي ملاتړ ورسره شته. دا هماغه کسان دي چې شل کاله یې د اشغال تر پلو لاندې ژوند کاوه، اوس آزادي ورته زندان ښکاري. د آزادۍ تر نوم لاندې خپلې جاسوسي او شخصي ګټې پټوي او غواړي افغان ملت یو ځل بیا د اشغال تورو تیارو ته ټېل وهي، خو دا افراد او جریانونه د لوی سیاسي بدلون ظرفیت او ولسي ملاتړ نلري.

    د افغانستان ملت تازه د امن، سکون او آزادۍ خوند څکلی دی. افغانان به د هر هغه ځواک پر وړاندې ودرېږي چې غواړي بېرته د اشغال فضا واکمنه کړي، یا د څو واکمنیو(انارشیزم) او تجزیې لپاره زمینه برابره کړي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهقزاقستان د حیرتان بندر له لارې د وسپنې پټلۍ لار له خپلې شبکې سره نښلوي
    راتلونکي مقاله د ایران مرستیال ولسمشر محمد رضا عارف: د کابل او تهران ترمنځ د اړیکو د پراختیا پلان نهایي کېدو ته نږدې دی

    مربوطه لیکنې

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026

    د محقق سیاسي عذرنامه؛ مخالفین سیاسي ناتواني په شعارونو پټوي

    30 دسمبر 2025

    د معنوي بې‌معنیٰ منطق؛ څوک فرعوني سیاست کوي؟

    29 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 13 جنوري 2026

    ايراني استخباراتو له پاکستانه ایران ته داخلېدونکې وسله واله ډله نیولې

    کرنټ رپورټ رسنۍ د ايران د استخباراتو له قوله راپور ورکړی، چې د وسله والو…

    د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به یې مناسب شي

    13 جنوري 2026

    د اسلامي همکاریو سازمان د وزيرانو په کچه پلاوی کابل ته راځي

    13 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايراني استخباراتو له پاکستانه ایران ته داخلېدونکې وسله واله ډله نیولې

    13 جنوري 2026

    د خصوصي ښوونیزو مرکزونو خدمات به معیاري او فیسونه به یې مناسب شي

    13 جنوري 2026

    د اسلامي همکاریو سازمان د وزيرانو په کچه پلاوی کابل ته راځي

    13 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.