
د پاکستان سند ایالت شکارپور سیمه کې یوه ډله وسلهوالو غلو د دغه هېواد د پوځي رژیم پر عسکرو برید کړی.
پاکستاني رسنیو لیکلي، چې دې برید کې د یوه افسر په ګډون د یوې ښځینه افسرې په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي او اته وسلهوال غله وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، نښته د «منچړ شیخ» سیمه کې شوې، چې پر مهال یې پولیسو ډرون ټېکنالوجي هم کارولې ده.
د پوځي رژیم چارواکو د وسلهوالو غلو وژل کېدل لویه لاسته راوړنه بللې او زیاته کړې یې ده چې عملیات لا هم دوام لري.
د یادونې ده، چې د پاکستان په لویو ښارونو کې وخت ناوخت غله پر پولیسو هجوم وروړي او وسلې او مهمات ترې تښتوي.

