Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له تړلو لارو د پاکستان تر میراتو شویو هيلو
    لیکني

    له تړلو لارو د پاکستان تر میراتو شویو هيلو

    صابر افغانصابر افغان11 دسمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د امنیتي ځواکونو او د پاکستان د پوځي رژيم د ملېشو ترمنځ له څو مياشتو شخړو او بریدونو وروسته، د پاکستان واکمنانو يو ځل بيا خپلې زړې نقشې را واخيستې او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې لارې په دې هیله وتړلې چې له دې لارې به پر افغانستان خپلې شومې غوښتنې وتپي.

    د لارو تړل کېدو يوازې افغانان نه، بلکې د پاکستان عام خلک هم له لويو زيانونو سره مخ کړل؛ خو دا رژيم چې خپل ولس يې یرغمل او تر اسارت لاندې نیولی، يوازې د خپلو غربي بادارانو د راضي کولو او د ورکړل شويو پروژو د عملي کولو لپاره د لارو په تړل کېدو ټېنګار وکړ.

    ځکه خو د افغانستان چارواکو د راتلونکو ستونزو د مخنیوي په موخه، د پاکستان په ځای د سوداګرۍ لپاره د بديلو لارو د لټون پرېکړه وکړه؛ له ګاونډيو هېوادونو سره یې خبرې پيل کړې چې پايله يې د نويو بدیلو لارو پيدا کېدل او پر پاکستان له اوږدمهالې تکیې د افغانستان خلاصون و.

    د پاکستان پوځي رژیم هڅه کوله چې اقتصاد او سياست سره ګډ کړي او د لارو په تړل کېدو افغانستان تر فشار لاندې راولي، خو دا يو نه ریښتیا کېدونکی خوب و چې د افغانستان د نظام د بدلون مستقیم او غیرمستقیم ګواښونه هم ورسره مله وو.

    په دې پخوانۍ ناکامه پروژه کې د افغانستان د حکومت مخالفينو (لکه مقاومت او آزادۍ جبهې) هم ډېره فعاله ونډه درلوده؛ دوی په مجازي نړۍ کې د پراخو کمپاینونو له لارې د نظام د بدلون خبرې کولې او آن د راتلونکي حکومت لپاره يې نوماندان ټاکل.

    پاکستان د افغانستان د اوسني نظام په وړاندې د خپلو تازه اقداماتو په لړ کې پراخ فعالیتونه وکړل، د لارو تړل، د حکومت له مخالفينو هر اړخیز ملاتړ او د مخالفینو په ننګه، له هغوی سره په ګډه د پراخو انلاین کمپاینونو پر مخ وړل د دې ګامونو له مهمو برخو څخه وو.

    د یادونې وړ ده چې د لارو تړل کېده په لومړيو ورځو کې د دواړو خواوو په زیان تمام شول، خو د افغان حکومت له لوري د سوداګرو او سرمایه ګذارانو لپاره د بديلو لارو پرانیستل او په پاکستان کې د مېوو د راټولولو فصل رارسېدل، هغه څه وو چې د پاکستان د پوځي رژیم اټکل یې غلط ثابت او معادلې یې ور ګډوډې کړې.

    د لارو له تړل کېدو او په کستان کې د مېوو د فصل له رسېدو يوازې څو ورځې وروسته په مېوو بار سلګونه بار وړونکي موټر د بندرونو تړلو دروازو ته ودرېدل چې په پايله کې یې پاکستاني سوداګرو ته په ميلياردونو روپۍ(کالدارې) تاوان ورساوه.

    پاکستان د خپل ولس له سخت فشار سره مخ او اړ شو چې د لارو د بېرته پرانیستو غوښتنه وکړي؛ خو دا ځل د افغانستان حکومت دا غوښتنه رد کړه. د حکومت په وينا، لارې هغه مهال پرانیستل کېږي چې پاکستان له لارو څخه د سياسي استفادې د نه کولو کلک ضمانت ورکړي.

    په همدې توګه، هغه نقشه چې پاکستان د افغانستان پر حکومت د فشار لپاره جوړه کړې وه او د افغان حکومت مخالفینو هم د نظام د بدلون د وسیلې په سترګه ورته کتل، په خپله همدوی ته بلا شوه، نه يوازې لوی مالي زیانونه یې ورته ورسول، بلکې د پاکستان استبدادي رژيم يې هم په بې‌ مخینې توګه تر فشار لاندې راووست.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد مخالفو ډلو ټپلو ائتلاف ۲۰ ساعته دوام وکړ؛ جمعيت ګوند له مقاومت شورا سره پرېکون اعلان کړی
    راتلونکي مقاله ‌سیستان او بلوچستان کې وسله‌وال برید څلور ایراني پوځیان وژلي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان رښتیني غلامان څوک دي؟

    12 دسمبر 2025

    په امریکا کې د افغانانو نیونې؛ د سپینې ماڼۍ او مقاومت د دریځ زیاتېدونکی تضاد

    10 دسمبر 2025

    د کډوالو له نیولو، د جعلي مقاومت تر رسوايۍ پورې

    9 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 12 دسمبر 2025

    بلوڅ ازادي غوښتونکو په یوه برید کې څلور پاکستاني پوځیان هلاک کړي

    د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) ویاند جیئند بلوڅ ویلي، چې سرمچارو یې د بلوچستان…

    هندي سمندري ځواکونو ۱۱ پاکستاني اتباع نیولي؛ پاکستان یې کب‌نیوونکي بولي

    12 دسمبر 2025

    بنو کې د پولیسو پر مرکز وسله‌وال برید اووه پولیس ټپیان کړي

    12 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ ازادي غوښتونکو په یوه برید کې څلور پاکستاني پوځیان هلاک کړي

    12 دسمبر 2025

    هندي سمندري ځواکونو ۱۱ پاکستاني اتباع نیولي؛ پاکستان یې کب‌نیوونکي بولي

    12 دسمبر 2025

    بنو کې د پولیسو پر مرکز وسله‌وال برید اووه پولیس ټپیان کړي

    12 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،091 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،037 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،094 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.