Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»سیاسي لیکني»د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال
    سیاسي لیکني

    د مخالفو ډلو د متزلزلو ائتلافونو چټک زوال

    صابر افغانصابر افغان14 دسمبر 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په بهر کې مېشتو ځینو مخالفو ډلو ټپلو تر اوږدمهاله بحثونو او کشمشکونو وروسته، په تېرو نږدې ورځو کې پر یوه بل مجازي ائتلاف د جوړېدو په اړه تفاهم ته د رسېدو خبر وکړ، خو تر دغه راپورونو څو ساعته وروسته ائتلاف له سختو مخالفتونو، ټکرونو او ځان غوښتنو سره بېرته وپاشل شو او په دې سره آن هغه تېر جوړښتونه هم متزلزل او د زوال په لوري ولاړل. پخواني جنګ سالاران او د پرځېدلي جمهوریت مشران، په افغانستان کې د جمهوریت له ړنګېدو وروسته دا څوویم ځل دی، چې په بېلابېلو نومونو لنډمهالي ائتلافونه جوړوي، خو په چټکۍ سره بېرته پاشل کېږي.

    په تازه ائتلاف کې د مقاومت په نوم عالي شورا، ملي مجمع او عدالت ګوند په نوم پخواني جنګ سالاران، ټکنوکران او د پخواني کمونیستي رژیمونو پاتې شوني راټول شوي وو، انلاین ناسته یې جوړه کړه وه او د دغه ائتلاف د همغږۍ خبر یې یې پکې ورکړ، خو تر اعلان وروسته یې ځينې غړي په چټکۍ سره پر خپلو پرېکړو پښښمانه شول، تر دې چې د پاشل شوي جمعیت ګوند یو مشر صلاح الدین رباني رسماً له دغه ائتلاف او آن د مقاومت په نوم شورا سره خپل پرېکون اعلان کړ، چې په دې سره نه یوازې دا چې دا نوی جوړ شوی ائتلاف وپاشل شو، بلکې هغه پخواني نسبي او د بهرنیانو په لارښوونه رامنځته شوي جوړښتونه یې هم متزلزل کړل.

    دا څېرې چې په افغانستان کې د تېرو جګړو، وژنو، پر پردیو د هېواد پلورلو، د عام ولس د ځورونو، ناخوالو، په زوره د میلیونونو کسانو د مهاجرت، په لکونو بې ګناه افغانانو د وژنو او معیوبولو اصلي عاملین دي، لسیزې یې افغانستان د خپلو ګټو لپاره د جګړو په سره تنور بدل کړی و، خو په افغانستان کې د امریکايي او نړیوال اشغال له پای ته رسېدو سره سم یې، د پردیو پر اوږو تکیه سلطنت له خاورو سره خاورې او تېښتې ته اړ شول. دوی چې د خپل تېر واک، ځواک، دبدبې او معیشت حسرت اخیستي دي، له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په پرله پسې توګه هڅه کوي، چې افغانستان بیا د جګړې په ډګر بدل کړي او دوی پکې خپلې شخصي ګټې خوندي کړي.

    خو اوس چې د افغانستان عیني واقعیتونه له پخوا بدل دي، افغان ولس او آن نړیوالو له هغو بدرنګو څېرو مخ اړولی. مخالفین اوس هڅه کوي چې په بهر کې د افغانستان په اړه ناسم او دروغجن تصویر وړاندې کړي، هلته منفي تبلیغات کوي، له پاروونو ډکې څرګندونې کوي، په افغانستان کې د مېشتو قومونو په منځ کې بې اتفاقیو او ګډوډیو ته لمن وهي او دغه راز د سیمې او نړۍ له مضرو هېوادونو، استخباراتي ادارو او جرمي شبکو سره په توطیو جوړولو بوخت دي، خو دوی ځکه ناکام دي، چې نه په افغانستان کې د پښې ایښودلو ځای لري او نه هم ولس ورسره کومه خواخوږي لري، بلکې ولس دومره کرکه ترې لري، چې خبرې یې هم پرې سختې او ګرانې تمامېږي.

    دوی همدغه لالهانده او سرګردانه حالت ستړي کړي دي، کله یو څه او کله بل څه ته لاس اچوي، خو بېرته خالي منګولې را ګرځي. دوی نه په افغانستان کې دننه او نه هم له افغانستانه بهر ځان ته خریدار موندلی شي. هر ناسم پلان او توطیه یې یوه په بلې پسې افشاء او شنډېږي، ائتلافونه یې شړېږي، فسادونه او نادودې یې را برسېره کېږي او د ولس کرکه ورځ تر بلې ترې ډېرېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد امريکا د رود ايلند ايالت په يوه پوهنتون کې د ډزو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
    راتلونکي مقاله د ۲۱۵ عزم قول اردو قومندان بهرامچه کې د افغان ځواکونو له پوستو ليدنه کړې

    مربوطه لیکنې

    له افغان هویت انکار؛ د تاریخ او واقعیت په وړاندې د مخالفینو جګړه

    16 دسمبر 2025

    آیا د مخالفینو د ائتلاف غوښتنې شخصي دي که ملي؟

    16 دسمبر 2025

    د امریکا د ملي امنیت په ستراتېژۍ کې د افغانستان د نوم نشتون څه پیغام لري؟

    13 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 17 دسمبر 2025

    صهیونیست پلوی ساینسپوه، نونو لوریرو امریکا کې په ډزو وژل شوی

    د اټومي علومو او انجنیرۍ یهودي استاد «نونو اېف-جي لوریرو» د امریکا ماساچوست ایالت بروکلین…

    د لارو د تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته څلور نیم میلیارده ډالر زیان اوښتی

    17 دسمبر 2025

    ټرمپ د وينزويلا حکومت د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ

    17 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صهیونیست پلوی ساینسپوه، نونو لوریرو امریکا کې په ډزو وژل شوی

    17 دسمبر 2025

    د لارو د تړل کېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته څلور نیم میلیارده ډالر زیان اوښتی

    17 دسمبر 2025

    ټرمپ د وينزويلا حکومت د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړ

    17 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،094 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،039 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،097 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.