Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغانستان د برخلیک په اړه د ناکامو سیاستوالو بې ځایه مشورې
    تورې څېرې

    د افغانستان د برخلیک په اړه د ناکامو سیاستوالو بې ځایه مشورې

    صابر افغانصابر افغان22 دسمبر 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستیو کې د ملي مجمع په نوم د یوې ډلې اجرائيه رئيس عمر داودزي یوه طرحه وړاندې کړې، ده ویلي، زه د راتلونکي لپاره د «درېیم جمهوریت» طرحه وړاندې کوم، داسې جمهوریت چې د ولس او سیاسي ډلو له خوا تعریف شي. نوموړی وایي، که افغانان تر یوه چتر لاندې راټول نه شي، اوسنی حاکمیت به دوام وکړي، له ګاونډیو سره به اړیکې خرابې شي او افغانستان به نور هم منزوي شي. زیاتوي، چې د افغانستان دننه افغانان ځواکمن نه دي، خو بهر مېشتي افغانان د آزادۍ له امله کولی شي په سالمه لاره د افغانستان د ژغورلو لپاره اقدام وکړي.

    داودزي له حافظې ایستلي، چې افغانانو د شلو کلونو په اوږدو کې د جمهوریت په نوم داسې یو سیسټم تجربه کړ، چې نه یې د ولس اراده منعکسوله، نه یې عدالت رامنځته کړ او نه یې د خلکو د ژوند امنیت او عزت خوندي کړ. جمهوري رژیم فساد، د پردیو پر اوږو ولاړو تصمیمونو او د څو محدودو حلقو انحصار غرق کړ؛ د جمهوریت په لومړیو کې هماغه زړې څهرې، زړې شریرې کړۍ او جنګ سالاران د ناټو له لښکرو سره یو ځای، د ارګ په دروازو دننه شوي وو، د حکومت داسې یو ډول یې رامنځته کړی و چې د نړۍ لومړۍ درجه مفسیدین همدغه چارواکي ګڼل کېدل.

    لومړی جمهوریت هم چې د داود خان ارمغان و، له افغاني ټولنې سره ساز نه شو. د دواړو جمهوریتونو زېږنده افراد چې څو څو ځله یې بڼې بدلې کړې، اوس د واکمنۍ لپاره بېلابېل وړاندیزونه کوي. عمر داودزی، چې اوس د درېیم جمهوریت وړاندیزونه کوي، نو غواړي هماغه جمهوریت په یو بل پوښښ او لږ بدله نسخه کې وړاندې کړي، چې افغانستان یې لسیزې د نا امنیو، بې ثباتیو او پردیو لاس وهنو په ډګر بدل کړی و.

    د داودزي نسخه په افغانستان کې نور د چلښت وړ نه ده، ځکه فکرونه بدل شوي، ولس بدل شوی، هېواد د اور له لمبو را وتلی، ذهنیت مثبت لوري ته ارتقا کړې ده، خو د داودزي په فکر کې لا هم هماغه زړې نقشې، هماغه له بهرنیو کنفرانسونو جوړې نسخې او هماغه له بدو د ښو تمې لرلو فکر پروت دی؛ داودزی د نويو الفاظو په بڼه زړې لارې وړاندیز کوي، هغه لارې چې ولس پرې تېریږي نه، بلکې تېښته ورڅخه کوي.

    داودزی زړې خبرې په نوي رنګ کې وړاندې کوي، داسې چې ګواکې ولس حافظه نه لري، ولس دې د شلو کلونو ناکامۍ هېرې کړې وي او هغه زورواکۍ یې هم هېرې وي چې زرګونه کورنۍ یې د غم په ټغر کېنولې؛ داوزی فکر کوي چې د خبرو له قافیو سره به یې جادويي صحنه رامنځته شي او هر څه به بدل شي.

    له دې ټولو نه دردناکه خبره دا ده، چې د ګاونډیانو په ځانګړي ډول د پاکستان په اړه داسې نرم، پټ او ګرد چاپېر روایت وړاندې کوي، چې په هره جمله کې یې د پردیو د سیاست د سپینولو بوی احساسېږي. داودزی وایي، د اسلام‌ اباد د کنفرانس بحثونه زمونږ په خوښه وو؛ دوی باید دا درک کړي، چې په یو نیابتي سیاست کې ګډون، د خلکو د ملي ارادې سپکاوی دی.

    هغه کسان چې د اسلام‌آباد غونډه د خپل ابتکار سند ګڼي، باید تم شي او وپوهېږي، چې د پردیو له دسترخوانه د سیاست وړې، وړې پرېکړې راټولول، د ملت د عزت سپکاوی دی، نه سیاست. دا هېواد د کنفرانسونو په مېزونو نه جوړېږي، دلته د پردیو نقشو د رسمولو پر ځای، د ولس د ارادې رښتینې نقشې ته اړتیا ده. هر څوک چې د اسلام‌آباد د غونډو سیوري ته کېني او بیا د خپلواک سیاست نوم ورکوي، باید پوه شي، چې دا د خپلواکۍ دعوه نه، بلکې د نیابتي سیاست د غلامۍ شهادت دی.

    دا ملت مړ نه دی، په دې ملت کې ضمیر شته، د داودزي هم هویته د نوموړي د ارادې خلاف، د دې هېواد په سرحداتو او ډیورنډ کرښه کې د سرښندنې او ایثار لپاره وړاندې کېدل او د شهادت هیله یې څرګندوله. مخالفین باید پوه شي چې د افغان ملت له نوي فکر سره ستاسو د زړو کوپړیو تصادم، اوسنی افغان حکومت لا نور پیاوړی کوي. همدا دا مخالفینو د ذلت اوج دی، چې نه په سیاست پوهېږي او نه د ولس په نبض.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان او ایران ترمنځ د خوړو او درملو د تنظیم عملي پلان لاسلیک شو
    راتلونکي مقاله د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت: د ا.ا له راتګ راوروسته نږدې اووه میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

    مربوطه لیکنې

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    21 دسمبر 2025

    نوی ائتلاف، پخواني جنګ سالاران او زړې وعدې

    20 دسمبر 2025

    د افغانستان لپاره د اتمر سیاسي سناریو؛ د امریکا اشغال ته دعوت که بل څه؟

    17 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 دسمبر 2025

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    وروسته له هغه چې په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو غونډه…

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د تهران په غونډه کې د افغانستان نه ګډون او د مخالفینو ناسم تحلیلونه

    22 دسمبر 2025

    نیمروز کې د لسګونه میله وسلو، نشه‌یي توکو او درملو د قاچاق مخنیوی شوی

    22 دسمبر 2025

    امریکا ګرینلینډ لپاره ځانګړی استازی معرفي کړ

    22 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،095 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،042 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،101 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.