Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده
    لیکني

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    صابر افغانصابر افغان16 فبروري 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له شک پرته په افغانستان کې هغه دوره چې ګوندونه او حزبونه د واک د ترلاسه کولو لپاره له یو بل سره په سیالۍ او ټکر کې ښکېل وو، د دې لرغوني هېواد د تاریخ له تر ټولو تورو دورو څخه شمېرلی شو. ځکه چې د افغانستان د تاریخ په همدې تور پړاو کې پر دې خاوره او خلکو هر ډول ظلم، تېری او ناورین د همدې ګوندونو تر سیوري لاندې رامنځته شو.

    هو! هغه خودخوانده مشران چې د خپلو شخصي ګټو او د څو محدودو کسانو له منفعت پرته یې بل څه په ذهن کې نه ځایېدل، له رنګارنګ او جذابو شعارونو سره را میدان ته شول او د بې‌ ګناه خلکو په وینو یې د ځانونو لپاره ګټور کاروبارونه جوړ کړل.

    خو د جمهوریت د رژیم پای ته رسېدل د دې کړېدلي ولس لپاره یوه لویه نېکمرغي وه، ځکه د جمهوریت له ړنګېدو سره سم، له هغو سلګونو ګوندونو او خوځښتونو سره یو ځای چې له ځان څخه یې د خلکو په ذهنونو کې یوازې ترخې خاطرې پرې ایښې وې؛ ټول اړوند جوړښتونه یې هم له منځه ولاړل.

    په دې لړ کې د وحدت ګوند، چې یو وخت د کورنیو جګړو په لومړۍ کرښه کې ولاړ و او له ځانه یې یوه توره او بدنامه مخینه پرې ایښې وه، د نورو بدنامو ګوندونو په څېر یې د جمهوریت تر سقوط وروسته خپل عملي ځواک له لاسه ورکړ. له افغانستانه د محقق تر وتلو وروسته، د دې ګوند فعالیتونه یوازې تر مجازي پاڼو، اعلامیو او په تکراري غونډو کې تر ګډون پورې محدود پاتې شول.

    که څه هم د جمهوریت له نسکورېدو سره دغه ګوندونه عملاً له صحنې ووتل، خو سره له دې چې د خلکو تر منځ یې هېڅ ډول ملاتړ نه درلود، له افغانستان څخه بهر یې خپل پخواني حزبي شعارونه تکرار او د خپلو حزبونو د ژوندي ساتلو په هڅو پسې راووتل.

    د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته په تېره شوې موده کې نه یوازې دې ګوندونو د پام وړ وده ونه کړه، بلکې د دوی تر منځ ژور اختلافات هم راپیدا شول چې په پایله کې یې د ننه انشعابونه او وېش رامنځته شول.

    وحدت ګوند که څه هم په ظاهره د نورو ګوندونو په پرتله له کمو داخلي اختلافاتو سره مخ ښکارېده، خو په حقیقت کې له مشرتابه څخه د غړو ژوره نارضایتي او له روانو واقعیتونو سره نه همغږي، دا ګوند ورو ورو د بشپړ سقوط په لور سوق کړ. تر دې چې په یوه کم‌ ساري اقدام کې د دې ګوند پنځوسو کسانو، چې هر یو یې د ګوند له مهمو ستنو څخه ګڼل کېدل، خپله استعفا اعلان کړه او له وحدت ګوند څخه ووتل.

    د وحدت ګوند په داسې حال کې د پرځېدو له بهیر سره مخ شو، چې محمد محقق د ۲۰۲۶ زیږدیز کال په لومړیو ورځو کې د افغانستان حکومت ته خبرداری ورکړی و چې د سیاسي خبرو اترو د نه ترسره کېدو په صورت کې به وسلې ته لاس او د جګړې لاره به خپله کړي؛ هغه لاره چې دا ډول کسان یې همېشه د خپلو شخصي ګټو د خوندي کولو لپاره ټاکي.

    خو دا ځل حالت له پخوا څخه بدل و، ځکه نه یوازې د محقق په مشرۍ د وحدت ګوند، بلکې د حکومت نور مخالف ګوندونه او جریانونه هم په عملي ډګر کې یوازې پاتې شول. د افغانستان خلکو د دوی د اصلي څېرو په پېژندلو سره، له دې جریانونو څخه خپل لږ ملاتړ هم واخیست.

    هغه څه چې د وحدت ګوند له ړنګېدو وروسته مو په ښکاره ډول ولیدل، هغه دا چې د دې ګوند په له منځه تللو نه یوازې خلک خپه نه کړل، بلکې ډېریو دا پېښه یو نېک فال وباله او د پاتې ګوندونو لپاره یې هم د ورته برخلیک هیله وښوده. حال دا چې په حقیقت کې نور ګوندونه هم له یوه بې‌ روحه قالب پرته بل څه نه دي پاتې، خپل ملاتړ یې هم د افغانستان دننه او هم د خپلو ختیځو او لوېدیځو ملاتړو ترمنځ په بشپړه توګه له لاسه ورکړی دی.

    په پایله کې له شک پرته ویلی شو، هغه څه چې نن له وحدت ګوند سره پېښ شول، په نسبتاً نږدې راتلونکې کې به د نورو بدنامو ګوندونو پر سر هم راشي، بالاخره به دا ټول جریانونه یو په بل پسې د تاریخ کثافت‌ دانۍ ته ولوېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    مربوطه لیکنې

    د شل کلنې ناکامۍ د تکرار انتخاب؛ مخالفین لا هم په ډیموکراسۍ باور لري

    10 فبروري 2026

    د اقتصادي ځان‌ بساینې مفهوم چا په واقعیت بدل کړ؟

    8 فبروري 2026

    د افغان تاریخ حماسه او له ولسه د احمد مسعود غیر منطقي غوښتنې

    4 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 16 فبروري 2026

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    له شک پرته په افغانستان کې هغه دوره چې ګوندونه او حزبونه د واک د…

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    شاوخوا ۸ زره شهيد شوي فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي

    14 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د جبهو او ګوندونو د وېشل کېدو څپه د درېدو نه ده

    16 فبروري 2026

    د افغانستان د مهمو مسایلو په تړاو د مخالفینو بې منطقه نیوکې او تحلیلونه

    15 فبروري 2026

    شاوخوا ۸ زره شهيد شوي فلسطینیان لا هم تر خاورو لاندې دي

    14 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،105 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.