په داسې حال کې چې په اسلام اباد کې ځینې جنرالان د ټرمپ له خوا د «عالي کار» د صفتونو په اورېدو د خوښۍ نڅاګانې کوي، ورسره جوخت یو شمېر د پرځېدلي جمهوریت هغه پخواني تښتېدلي چارواکي چې پرون یې د افغان ملت په برخلیک لوبې کولې، نن د خپلې ماتې د غچ اخیستلو لپاره د دښمن په غېږ کې ناست دي او د افغانستان پر خاوره د پنجاب له بریدونو خوند اخلي.
دا کاذبه خوشالي د هغو خلکو نښه ده چې نه یوازې د تاریخ له تکرار څخه سبق نه اخلي، بلکې خپل وجدان او ملي هویت یې هم د سیاسي عقدو قرباني کړي دي. تاریخ ثابته کړې چې د پردیو په اشاره د خپل کور ورانول نه یوازې بریا نه ده، بلکې د یوې شرموونکې تباهۍ پیلامه ده.
که تاریخ ته ځیر شو، امریکا هېڅکله د چا دایمي ملګرې نه ده پاتې شوې، بلکې تل یې نور هېوادونه د خپلو سیمه ییزو اهدافو لپاره د تکتیکي وسیلې په توګه کارولي دي. له ۱۹۷۹م کال راهیسې چې پاکستان د شوروي پر وړاندې د جبهې رول ولوباوه، تر ۲۰۰۱م کال پورې چې د ترهګرۍ(!) ضد جګړې په نوم یې اډې ورکړې؛ پایله یې یوازې د ډالرو څو کڅوړې وې، خو په بدل کې یې خپل امنیت، اقتصاد او ټولنیز جوړښت د لسیزو لپاره د اور په لمبو کې تالا کړل. تاریخ شاهد دی له کوم هېواد سره چې امریکا په همدې بڼه مالي او نظامي مرسته کړې، هغه هېواد وروسته له جدي داخلي بې ثباتۍ او ذلت سره مخ شوی دی.
تر ټولو بوږنوونکی حقیقت دا دی چې د پرځېدلي جمهوریت یو شمېر پخواني تښتېدلي چارواکي، چې یو وخت یې د جمهوریت او ملت پالنې نعرې وهلې، نن پر ملکي وګړو د پاکستاني جیټ الوتکو په بمبارد کې خپله نېکمرغي ویني. دوی په داسې حال کې د پنجاب د تېري ملاتړ کوي چې هماغه بمونه د دوی د خپلو وروڼو او خویندو کورونه ورانوي. دا ډله چې پرون یې ملت ته شا کړه او نن د پاکستان شعارونو ته چکچکې وهي، په حقیقت کې د افغانستان په تاریخ کې د ضمیر پلورونکو تر ټولو کرغېړنه بېلګه ده. د دوی دا بې ننګه دریځ ثابتوي چې د دوی لپاره څوکۍ او قدرت تر ملي وقار او د خاورې تر تمامیت ډېر ارزښت لري.
پاکستاني جنرالان چې نن د افغانستان په نښه کولو سره غواړي د خپلو کورنیو ناکامیو، د اقتصاد د پاشل کېدو او د قومونو د پاڅونونو مخه ونیسي، په واقعیت کې په یوه لوی سراب کې ژوند کوي. دوی فکر کوي چې د ټرمپ ملاتړ به د دوی د پاشل کېدونکي نظام لپاره ژغورونکی وي، خو واقعیت دا دی چې د پردیو په ډالرو جوړ شوی پوځ هیڅکله د یو ویښ ولس مخه نشي نیولای. د پاکستان خاصه شریره پوځي کړۍ غواړي د افغانستان په جګړه کې د امریکا د اجیر سرتېري رول ولوبوي، مګر دا جګړه به د لاهور او پنډۍ په کوڅو کې د هغوی په زوال او مړینه پای ته رسېږي.
په ننګرهار، کندهار او پکتیا کې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه، چې د امریکا په شین څراغ ترسره شوي، یوازې د یوې داسې جګړې لمبې تازه کوي چې لومړی به یې د پاکستان جغرافیه ستراتیژیک زیانونه ویني. هغه پخواني چارواکي چې د دغو بریدونو ننداره کوي، باید پوه شي چې د نورو په لاس د خپل کور ورانول د ویاړ خبره نه ده. پاکستان غواړي افغانستان د امریکا د ستراتیژیکو لوبو قرباني کړي، خو هېروي یې چې د دې خاورې په هره دره کې د امپراتوریو د ماتې تاریخ پټ دی.
هر هغه څوک چې نن د پردیو په ملاتړ خوښ دي، که هغه د پاکستان جنرالان وي او که د کابل تښتېدلي سیاسي سوداګر، باید پوه شي چې د تاریخ جبر ډېر بې رحمه دی. هغه مرستې چې نن ستاسو لپاره د خوښۍ لامل دي، سبا به د یو هېواد د ملي حاکمیت د پای ته رسېدو سند وي. افغانستان به د خپلو مؤمنو ولسونو په مټ سرلوړی پاتې شي، خو هغه څوک چې د خپلې خاورې پر ضد یې له غلیمانو سره لاس یو کړی، د تاریخ په تورو پاڼو کې به د خاینانو په نوم ثبت شي او د هغوی پر وېروونکې پایلې به هیڅوک هم ماتم ونه کړي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


