
تسنیم خبري اژانس نن پنجشنبه سهار د عراقي سرچینو له قوله د عراق د صلاحالدین ولایت په فضا کې د امریکا د یوې پرمختللې MQ-9 بې پیلوټه الوتکې (ډرون) د ویشتلو خبر ورکړی دی.
سرچینې ويلي د عراق «اسلامي مقاومت» د دې عملیاتو مسؤلیت منلی او په وینا یې د خپل هېواد د حاکمیت او فضا د دفاع لپاره یې، یوه MQ-9 ډرون الوتکه په مناسبه وسله راغورځولې ده.
ياده دې وي، چې د امريکا دا پرمختللې ډرون شاوخوا ۳۰ ميليونه ډالره قیمت لري.

