
سي اېن اېن راپور ورکړی، چې د ډونالډ ټرمپ د ادارې چارواکو تېره سه شنبه د یوې پټې ناستې پر مهال قانون جوړونکو ته ويلي، چې د ایران “شاهد” ډرون الوتکې یوه لویه ننګونه ده او د امریکا هوايي دفاعي سیسټمونه به ونشي کړای چې دا ټولې شنډې کړي.
سرچینې د خپلو دوه سرچینو له قوله ویلي چې د جګړې (دفاع) وزیر پیټ هګسیټ او د پوځ لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال ډان کین اعتراف کړی، چې دا ډرون الوتکې له اټکل څخه لویه ستونزه جوړوي.
د هغوی په خبره دا الوتکې په ټیټه ارتفاع او کم سرعت الوتنه کوي، چې دا ځانګړنه د بالستیک توغندیو په پرتله هغوی ته له هوايي مدافعې څخه د تېښتې ښه وړتیا ورکوي.
سی اېناېن همدا راز زیاتوي، په چې یوې بلې باخبرې سرچینې ورته ويلي، چې چارواکو هڅه وکړه خبريالانو ته د ايران د ډرون الوتکو په اړه اندېښنې کمې وښيي او یادونه یې وکړه چې د خلیج سیمه ییزو شریکانو د توغندیو ضد وسلو زېرمې زیاتې کړې دي.
د معلوماتو له مخې د امريکايي چارواکو په دې پټه غونډه کې د اریزونا ډیموکرات سناتور مارک کلي خبرداری ورکړی چې امريکا تر دې حده سرچینې نه لري؛ خو ایران بيا د ډېرو شاهد ډرون الوتکو او توغندیو د جوړولو وړتیا او لویې زېرمې لري.
هغه ويلي، د امريکا لپاره اوسمهال دا یوه “ریاضيکي ستونزه ګرځي چې څنګه مهمات بیا چمتو او جوړ کړي.

