
د پاکستاني طالبانو غورځنګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د «الخندق» کلني عملیات یې پای ته رسېدلي او د نوي پړاو په توګه یې د «خیبر» په نوم عملیات پیل کړي دي.
د یاد غورځنګ په اعلامیه کې راغلي: «د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د روژې د مبارکې میاشتې په ۱۷مه د تحریک طالبان پاکستان «الخندق» کلني عملیات له بریاوو او تاریخي سوبو وروسته پای ته ورسېدل او یوه نوي پړاو ته داخل شول؛ دغه نوی پړاو عملیات د مشرتابه د پرېکړې له مخې د «خیبر» عملیاتو په نوم ونومول شو.»
په اعلامیه کې د دې نوم د ټاکل کېدو لامل د اسلامي تاریخ له مهمو پېښو، په ځانګړي ډول د خیبر له غزا سره تړاو بلل شوی او ویل شوي چې د معاصرو دسیسو د شنډولو په موخه او د صهیونیستي ځواکونو د لاسپوڅو ګوډاګيانو پر وړاندې سږکال د “خیبر” مبارک عملیات اعلانېږي.
د یادونې ده، چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ له تېرو څو کلونو راهیسې هر کال د خپلو فعالیتونو لپاره ځانګړي پوځي عملیات اعلانوي.

