Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي
    تورې څېرې

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    عمران آغاعمران آغا15 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د پاکستاني پوځي رژیم له خوا د افغانستان پر پاکه خاوره وروستۍ بمبارۍ یوازې یو نظامي تېری نه و، بلکې د افغان ملت پر غرور او حاکمیت یو ښکاره برید و. په داسې حال کې چې د هېواد مېړنیو ځواکونو په کوهاټ او اسلام آباد کې د دښمن د مهم اکمالاتي او نظامي مرکز په ویشتلو سره د دغه تېريو اوليه ځواب ورکړ، خو له دې بريدونو سره په سیاسي ډګر کې د هغو کسانو تورې څېرې رابرسېره شوې چې ځانونه لا هم د افغانستان سیاسي رهبران بولي. دا مهال باید افغانان دوه ډلې وپېژني، یو هغه چې په سپین سترګۍ د دښمن د تېريو ملاتړ کوي او بل هغه چې د مصلحت په نوم یې بې ننګي اختیار کړې او چوپ دي.

    لومړۍ ډله، د احمد مسعود په مشرۍ د تش په نوم مقاومت جبهې هغه بې‌ بندوباره غړي او پلویان دي چې د خپلو بې ګناه هېوادوالو پر وینو تویولو یې د خوشحالۍ اظهار وکړ. دوی نه یوازې دا چې د پاکستاني تېري غندنه یې ونه کړه، بلکې په بې شرمۍ سره یې د دښمن د بمبارۍ ستاینه وکړه. دې ډلې ثابته کړه چې د دوی داعيه، هڅې او تبليغات د هېواد د ویجاړۍ لپاره دي. کوم منطق دا مني چې یو مسلمان افغان دې د هغه تېري ملاتړ وکړي چې قربانیان یې د هېواد ماشومان او مېندې وي؟ دا یو داسې شرموونکی دريځ دی چې د دغه ډلې پر تندي د وطن پلورنې مهر وهي.

    دويم د جنګ سالارانو هغه ډلې دي چې تر مقاومت شورا او نورو بېلابېلو لويو نومونو لاندې یې په بهرنیو هېوادونو کې ائتلافونه جوړ کړي او د بهرنيو استخباراتو په مرکزونو کې ناستې کوي، د پاکستان د تېري په وړاندې یې سکوت اختیار کړی. د دوی چوپتیا که څه هم د احمد مسعود د پلویانو په څېر ښکاره ستاینه نه ده، خو له هغې خطرناکه ده. ځکه په داسې حال کې چې د هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری کېږي، د دغسې جنګ سالارانو چوپ پاتې کېدل د تېري کوونکي په نفعه د شين چراغ معنی لري. د مصلحت په نوم د بې ننګۍ دا ژوره چوپتیا ښيي چې دغه ائتلافونه یوازې د قدرت تږي دي او د هېواد ملي ګټې ورته د هغو بهرنیو امتیازاتو په وړاندې هېڅ ارزښت نه لري چې دوی ته یې د چوپ پاتې کېدو په بدل کې ورکوي.

    یادو تش په نوم سیاسي ائتلافونو ته باید وویل شي چې سیاسي مخالفت خو مو د اوسني نظام له چوکاټ سره اعلان کړی و، نه له خاورې او ولس سره؛ نو بيا یې ولې د سیاسي مخالفت په پلمه د بهرني دښمن پر تېري سکوت کړی!؟ په حقیقت کې دغه ائتلافونه د دښمن له اجنډا سره همغږي دي. کله چې دوی ځانونه د افغانستان د خلکو استازي بولي، نو بيا یې د بمبارد د قربانیانو پر چیغو ولې خولې ګنډلې دي؟ د مصلحت په نوم د دوی بې ننګي ثابتوي چې یوازې د هغو کسانو په اشاره غږېږي چې د اوسېدو او عیاشۍ لګښتونه یې پر غاړه لري. د پاکستان د تېري نه غندل، د دوی د ادعاوو د بطلان تر ټولو لوی ثبوت دی.

    افغان ولس باید پوه شي چې د هېواد رښتیني ساتونکي هغه دي چې په کوهاټ او اسلام آباد کې یې له دښمن څخه ارام واخیست، نه هغه چې په لندن، پاریس او نورو پلازمېنو کې ناست دي او پر هېواد په تېري خوښ دي یا پرې چوپ دي. د مقاومت ډلې د پلویانو ښکاره خیانت او د ائتلافونو مصلحتي بې‌ ننګي، دواړه د یوې سکې دوه مخونه دي. تاریخ به قضاوت وکړي چې کله افغانستان د دښمن تر برید لاندې و، چا خپله سینه سپر کړه او چا د پرديو په غېږ کې د خپل ملت د بربادۍ ننداره کوله.

    مخکینۍ مقالهصهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې
    راتلونکي مقاله بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026

    د مقاومت جبهې هېواد پلورونکي غړي او پلویان

    13 مارچ 2026

    د ملي ګټو پلورونکي او د پرديو تېري ته خوشبین نندارچيان

    28 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 15 مارچ 2026

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    د بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بي اېل اېف) وسله‌والې ډلې په جلا جلا بریدونو کې د…

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بلوڅ ازادي غوښتونکو بلوچستان کې درې پاکستاني جاسوسان هلاک کړي

    15 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.