Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې
    تورې څېرې

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    عمران آغاعمران آغا29 مارچ 2026څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له هغې وروسته چې اشغالګر ځواکونه له افغانستان څخه وایستل شول او واک د دې خاورې د بچیانو لاس ته ولوېد، له اشغالګرو سره تړلې او پر هغوی متکي کړۍ هم اړ شوې چې د تېښتې لار خپله کړي. دغه کسان چې خپله سیاسي بقا یې همېشه د پردیو په سیوري کې لټولې، یو ځل بیا یې د بهرنیو قدرتونو غېږې ته پناه یووړه او هڅه کوي د تحمیلي او معاملاتي نسخو له لارې واک ته د بیا ستنېدو زمینه برابره کړي؛ هغه نسخې چې په خپل ذات کې د ملي ارزښتونو او د هېواد د حاکمیت پر سر له معاملې پرته بل څه نه دي.

    د افغانستان په اړه امریکا د متحده ایالتونو او د هغوی متحدینو د شل کلنې ترخې او لګښت لرونکې تجربې په پام کې نیولو سره، دا ځل د مستقیم تقابل پر ځای د نیابتي وسیلو کارولو ته مخه کړې ده. په دې لړ کې پاکستان د یوه مهم، کلیدي او داسې لوبغاړي په توګه چې په سیمه‌ ییزو لاسوهنو کې اوږده مخینه لري، یو ځل بیا د دې معادلې په محور کې ځای نیولی دی.

    د ځینو مخالفو جریانونو په ملاتړ، لارښوونه او مدیریت کې د دې هېواد رول د سیمې د جیوپولیټیکي سیالیو په چوکاټ کې د تحلیل وړ دی.

    پاشل شوي او ماتې خوړلي مخالفین چې د ولسي ریښې او سیاسي ظرفیت له کمښت رنځ وړي، اوس هڅه کوي د «بهرنیو نسخو» په وړاندې کولو سره ناامني او بې‌ ثباتي بېرته هېواد ته راولي. دغه نسخې تر ډېره بریده د پردې تر شا غونډو، رسنیزو پروګرامونو او استخباراتي خوځښتونو په بڼه جوړېږي؛ خو اساسي پوښتنه دا ده چې دغه هڅې تر کومه بریده کولی شي د افغانستان میداني واقعیتونه بدل کړي؟

    حقیقت دا دی چې د تېرو وختونو د ازمویل شویو نسخو تکرارول، پرته له دې چې د افغانستان اوسني ټولنیز او سیاسي بدلونونه په پام کې ونیول شي، د بریا ډېر چانس نه لري؛ ځکه هغه ډلې او څېرې چې نن له هېواد څخه بهر سره راټولېږي او د پاکستان او امریکا تر څنګ د بیا راتګ لپاره نسخې جوړوي، نه یوازې لازم انسجام نه لري، بلکې له ژورو داخلي اختلافاتو سره هم مخ دي.

    د پرځېدلي جمهوریت د ځینو څېرو ترمنځ اختلافات، لکه د میاخېل، فدایي او ننګیال ترمنځ فکري او سیاسي ترینګلتیاوې، دا ښيي چې آن له بهرنیانو سره د تړاو او همکارۍ په لاره کې هم د نظر یووالی نشته، دې درزونو د هغوی عملي ظرفیت تر پخوا ډیر نور هم کمزوری کړی دی.

    بل لوري ته د پخواني جمهوریت ځینو مخکښو څېرو هم د دې هڅو پر وړاندې انتقادي دریځ نیولی او هغوی یې له ملي مشروعیت څخه خالي بللې دي. دا موضوع څرګندوي چې حتی د اوسني نظام د مخالفینو ترمنځ هم د «بهرنیو نسخو» په اړه واحده اجماع شتون نه لري.

    له بل اړخه د داخلي مزدورانو، د سیمې او له سیمې د ورهاخوا فتنه‌ ګرو قدرتونو د لاسوهنو او د هر هغه چا پر وړاندې چې د افغانستان د بې‌ ثباتۍ او ناامنه کولو فکر لري، د افغانستان د مجاهد او نه ماتېدونکي ولس یووالی او انسجام ښيي چې د افغانستان د دښمنانو هر شوم پلان د دې هېواد د خلکو د ارادې او عزم پر وړاندې ناکامېږي.

    هو! په زغرده ویلای شو چې هېڅ دسيسه، طرحه او بهرنۍ نسخه، که څه هم د سیمه ییزو او نړۍوالو قدرتونو ملاتړ هم ورسره مل وي، د افغانستان د میداني واقعیتونو او د دې ملت د ټینګې ارادې پر وړاندې د درېدو توان نه لري؛ بلکې دغه ډول هڅې به نه یوازې کومه پایله ونه لري، بلکې په پای کې به د ماتې او ذلت ټاپه د پلانوونکو او اجرا کوونکو په تندي ولګېږي، یو ځل بیا به دا ثابته کړي چې د افغانستان د ملت اراده د دې خاورې د نهایي برخلیک ټاکونکې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي
    راتلونکي مقاله امريکا او اسرائيل ته د ايران خبرداری؛ د ويجاړو شويو ايراني پوهنتونونو غچ يو په دوه اخلو

    مربوطه لیکنې

    د ژمنو تر شا خیانت؛ پخواني عسکر د پردۍ جګړې قرباني شول

    24 مارچ 2026

    د تېري په وړاندې د افغان حکومت د مخالفينو خيانت او بې‌ننګي

    15 مارچ 2026

    د مخالفينو د شعاري يووالي واقعیت

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 29 مارچ 2026

    امريکا او اسرائيل ته د ايران خبرداری؛ د ويجاړو شويو ايراني پوهنتونونو غچ يو په دوه اخلو

    تسنيم خبري اژانس د ایران د سپاه پاسداران له قوله راپور ورکړی، چې د امريکا…

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    28 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    امريکا او اسرائيل ته د ايران خبرداری؛ د ويجاړو شويو ايراني پوهنتونونو غچ يو په دوه اخلو

    29 مارچ 2026

    د مخالفینو بهرنۍ نسخې او پر افغانستان یې اغېزې

    29 مارچ 2026

    پاکستاني طالبانو بنو کې پاکستاني پولیسو ته کمین ورکړی او درانه تلفات یې ور اړولي

    28 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،130 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،080 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،157 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.